کندهار (پژواک، ۲ تله ۹۷): په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر پرانیستل شو او اعتراض کوونکو خپل اعتراض پای ته ورساوه.
شاوخوا لس ورځې مخکې د افغانستان ژغورنې په نوم د جوړ شوي ایتلاف پلویانو په کندهار، ننګرهار، هرات او بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفترونه وتړل او پر وړاندې یې د اعتراض په توګه خېمې ووهلې.
معترضینو ویل چې د راتلونکو ټاکنو د روڼوالي هېڅ ضمانت نشته او تر هغه چې غوښتنې یې نه وي منل شوې، د دفترونو پرانیستلو ته اجازه نه ورکوي.
خو نن اعتراض کوونکو په کندهار کې د ټاکنو کمېسیون مخې ته درول شوې خېمه لرې کړه او خپل اعتراض یې پای ته ورساوه.
د اعتراض کوونکو په استازولۍ د کندهار ولایتي شورا مشر سید جان خاکرېزوال پژواک خبري اژانس ته وویل، د ټاکنو کمېسیون دفتر د ولس له خوا له دې امله تړل شوی و چې چارواکي باید د راتلونکو ټاکنو شفافیت تضمین کړي.
هغه زیاته کړه، مرکزي چارواکو له څو ورځو راهیسې له اعتراض کوونکو سره خبرې روانې کړې وې او بالاخره یې د دوی دا غوښتنه ومنله چې ټاکنې په بایومتریک بڼه تر سره کېږي څو د درغلیو مخنیوی وشي.
هغه وویل له همدې ډاډ وروسته دوی نن د اعتراض په توګه درول شوې خېمه دروي او د ټاکنو کمېسیون دفتر پرانیزي.
نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې پر خپلو ژمنه ودرېږي، د نه درېدو په صورت کې به خپل مدني اعتراض ته دوام ورکوي.
خاکرېزوال د خپلو خبرو په لړ کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو پر هغو څرګندونو هم نیوکه وکړه چې ویلي یې وو د ټاکنو کمېسیون د دفترونو په پرانیستلو کې دې د اړتیا په صورت کې له زور کار واخیستل شي.
ده وویل، امنیتي مسوولین دې د مدني حرکتونو او ټولنو پر وړاندې نه بلکې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې له زور څخه کار واخلي.
د کندهار د ولایتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي هم وویل چې حکومت ورسره د رڼو ټاکنو د کولو ژمنه کړې او دوی یې په ځواب کې خپل اعتراض پای ته رسولی.
ده پر رڼو ټاکنو ټینګار وکړ او ویې ویل که ټاکنې رڼې نه وي نو لوی جنجالونه به وزېږوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن