ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښرنه کې لس پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

ښرنه کې لس پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

author avatar
24 Sep 2018 - 18:38
ښرنه کې لس پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
author avatar
24 Sep 2018 - 18:38

ښرنه(پژواک،٢تله٩٧): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ١٦ ميليونو افغانيو په لګښت د لس پروژو چارې بشپړې او ګټي اخيستنې ته وسپارل شوې.

د دوشنبې په ورځ د پکتیکا مرکز ښرنې اړوند بېلابېلو سیمو کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د ولسي تړون پروګرام په چوکاټ کې لس پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې چې ټول ټال پرې شپاړلس ميلیونه افغانۍ لګښت راغلی دى.

په همدې اړه جوړو شوو مراسمو کې د پکتیکا د والي مرستیال شېر بادشاه ارګوني، د بېلابېلو ادارو استازو، قومي مخورو او د سیمې اوسېدونکو برخه اخیستې وه.

ارګوني وویل چې پخوا ورته کارونه د ملي پیوستون پروګرام له لارې ترسره کېدل، خو  اوس دغه لړۍ د ولسي تړون پروګرام په چوکاټ کې په ډېر اساسي شکل ترسره کېږي.

هغه زياته کړه چې د دې پروګرام له لارې د ولس اساسي اړتیاوې په ګوته کېږي او کار پرې کوي.

د پکتیکا د والي مرستیال له خلکو وغوښتل چې د ورته پروژو د تطبیق په برخه کې خپله همکاري جاري وساتي او هڅه دې وکړي چې د دوامداره نظارت له مخې پروژې په لوړ کیفیت ترسره شي.

دغه راز د پکتیکا د کلیو پراختیا او بیارغونې سرپرست رييس مؤمن وایي چې په مرکز ښرنه کې د ۹۴ انکشافي شوراګانو سره کار کوي چې له ډلې یې ۱۰ شوراګانو خپلې پروژې بشپړې او نن ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

نوموړي زیاته کړه چې په یادو پروژو کې کانالونه، محافظوي دیوالونه او د پاکو اوبو څاه ګانې شاملې دي چې ټول ټال پرې شپاړلس ميلیونه افغانۍ لګښت راغلی.

بل لورته د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې یو تن قومي مشر ملک پاچاه خان وایي چې یادې پروژې ولس د خپلو اړتیاوو له مخې ټاکلي او په خپله یې د ولس له لوري په لوړ کیفیت کارونه ترسره شوي دي.

دده په خبره، ولس له دولت سره په هره برخه کې همکار دی او هڅه به وکړي چې د ورته نورو پروژو کارونه هم په سم ډول تطبیق کړي.

د یادونې ده، ولسي تړون پروګرام د پکتیکا مرکز ښرنې ترڅنګ په یحی خېلو، جاني خېلو او سرروضې ولسوالیو کې عملآ پیل شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.