ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست له يو نيم ميليون نفوسه دوه ښځې ولسي جرګې ته نوماندې دي

د خوست له يو نيم ميليون نفوسه دوه ښځې ولسي جرګې ته نوماندې دي

author avatar
25 Sep 2018 - 11:19
د خوست له يو نيم ميليون نفوسه دوه ښځې ولسي جرګې ته نوماندې دي
author avatar
25 Sep 2018 - 11:19

خوست ښار (پژواک، ٣ تله ۹۷): د کلتوري ستونزو او د عامه پوهاوي نشتوالي له امله په خوست کې د ګوتو په شمېر ښځو د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو لپاره ځانونه نوماند کړي دي.

خوست د افغانستان په سوېل ختيځ کې پروت ولايت دى، د مرکز تر څنګ ١٢ ولسوالۍ لري او د احصايې مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې، يو نيم ميليون نفوس لري.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، په خوست ولايت کې ٢٣٢٠٨٤ کسانو راتلونکو ټاکنو ته نوم ليکنه کړې، چې ٦٢٠٥٦ تنه يې ښځې دي.

دغه ولايت له نسبي امنيته برخمن دی او د زده کړو بهير په کې د يو شمېر نورو ولايتونو په پرتله په چټکۍ سره روان دی، بيا هم ډېرى ښځې د ټاکنو د اهميت په اړه پوره معلومات نه لري.

د دې ښکاره بېلګه ولسي جرګې او د ولسوالۍ شوراګانو لپاره د ښځو پيکه نوماندي ده چې دوه يې د ولسي جرګې يوې څوکۍ او پنځه نورې هغه يې له دغه ولايت څخه د ولسوالۍ شوراګانو ٢٥ څوکيو لپاره نوماندې شوې دي.

خوست په ولسي جرګې کې پنځه غړي لري چې يوه يې ښځه ده.

خلک په ټاکنو کې د مېرمنو د کمې ونډې عمده لاملونه کلتوري ستونزې او د عامه پوهاوي نشتوالۍ بولي.

د ولايتي شورا غړې نعت بي بي عمري پژواک خبري اژانس سره خبرو کې د ټاکنو ولايتي کمېسيون او د ښځو چارو رياست مسوولين پر ناغېړۍ تورنوي او وايي چې په دې برخه کې ورسپارل شوی مسووليت يې په سمه توګه نه دی ترسره کړی.

هغه وايي: ((په خوست کې لرې پرتې سيمې خو پرېږده، د مرکز اړوند په ډېرو سيمو کې ښځې د ټاکنو د ارزښت په اړه نه پوهېږي او تذکرې نه لري. که د ټاکنو کمېسيون او ښځو چارو رياست دا مسئله له لومړي سره تعقيب کړې وای، اوس به دا مشکل نه وو.))

د دغه ولايت يو اوسېدونکی او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصل حبيب کامران بيا په ټوله کې د ټاکنو په سيستم کې د شفافيت نه شتون هغه څه يادوي چې له امله يې مېرمنې په ټاکنو کې برخې اخيستو ته زړه نه ښه کوي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، همدې بې باورۍ ته په کتو سره نه په راتلونکو ټاکنو کې برخه اخلي او نه يې خپله پېژندپاڼه سټېکر کړې.

ده زياته کړه: ((دلته خلکو له ولسواکۍ زړه تور شوی او باور یې له لاسه ورکړی، ښځې خو څه نارینه هم زړه نه ښه کوي چې په ټاکنو کې برخه واخلي او ما د یو محصل په توګه تر اوسه خپله تذکره نه ده سټیکر کړې.))

٥٥ کلنه نعت بي بي وايي، غوښتل يې د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته له خوست ولايت څخه ځان نوماند کړي، خو له خپلې دې پرېکړې پر شا شوه.

هغې پژواک اژانس ته وويل، د ټاکنو په سيستم کې د شفافيت نه شتون او په دې برخه کې ښځو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه نه ترسره کېدل هغه دوه عمده لوی لاملونه دي چې هغه يې دغه کار ته اړه کړه.

په همدې حال کې د خوست د ښځو چارو رياست رئيسه ملالۍ ولي بيا دغه ملامتيا د ټاکنو پر کمېسيون ور اچوي او پر وينا يې چې دغه کمېسيون هغسې عامه پوهاوی نه دی ترسره کړی، لکه څه ډول چې لازم دی.

ملالۍ ولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی تر خپله وسه په ډېرو ولسوالیو کې د ښځو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه برابر کړي، خو وايي چې دا د ټولو ګډ مسووليت دی.

نوموړې زياته کړه چې ځینو ولسوالانو ځواب ورکړی چې په ولسوالیو کې یې امنیتي ستونزې دي او د ښځو په برخه کې هېڅ ډول فعالیت نشي ترسره کيدای.

مېرمن ملالۍ ولۍ زياتوي: ((د ټاکنو کمېسيون خو باید د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي کړي وای او دا د دوی مسوولیت دی، پاتې شوه د مېرمنو په برخه کې، موږ خپل کار کړی دی، ولسوالانو سره مو ناستې لرلې دي او حتی ځینو ولسوالانو ځواب راکړی چې دلته امنیتي تهدیدونه دي او هېڅوک نه غواړي چې ټاکنو کې برخه واخلي او نه نور پرېږدي.)).

د خوست د مدني ټولنې غړې ناديه باوري وايي، د عامه پوهاوي ترڅنګ بله لويه ستونزه چې ښځې يې د ولسي جرګې له کانديداتورۍ راګرځولې دي، هغه د مالي ملاتړ نشتون دی.

هغه همداراز په دولت کې د پراخ اداري فساد شتون بل لامل يادوي چې ښځې نه غواړي ولسي جرګې او يا ولسوالۍ شوراګانو ته ځانونه کانديد کړي.

باوري زياتوي: ((په لومړي قدم کې بايد عامه پوهاوی زيات شي او خويندو ته دا زمينه برابره شي څو په سياست کې ګډون وکړي، دې ته زړه ښه کړي چې پارلمان، ولايتي شورا، ولسوالۍ شوراګانو او ښاروالۍ شوراګانو ته ځانونه کانديد کړي. که چېرې په دې اړه ښه عامه پوهاوی وشي، ذهنيت ورته جوړ شي او دا ناوړه رواجونه له منځه لاړ شي، زه باور لرم چې ډېرې خويندې به دې ډګر ته راووځي. ))

ساهره شريف او نجيبه رحماني هغه يواځينۍ ښځې دي، چې له خوست ولايت څخه د ولسي جرګې يوې څوکۍ ته يې ځانونه نوماندې کړې دي.

مېرمن رحماني پژواک اژانس ته وويل، سمه ده چې په پښتنې ټولنو کې د ښځو پروړاندې ستونزې شته، خو د هغې په وينا چې دا هر څه زيار او مبارزې ته اړتيا لري.

هغه وايي: ((څومره چې ښځې ستونزې ولري ښايي سړي يې هم ولري، د بېلګې په توګه څومره چې سړيو ته ګواښ وي کيدای شي ښځو ته دوه چنده وي، زموږ ټولنه داسې ده چې ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي، خو موږ ځوانان به دا مبارزه کوو او څومره چې يوه ټولنه نارينه وو ته اړتيا لري همداسې يې ښځو ته هم لري، وروڼه بايد خپلې خويندې وهڅوي څو د نارينه وو ترڅنګ خپل هېواد ته کار وکړي.))

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، په خوست ولايت کې ٢٣٢٠٨٤ کسانو راتلونکو ټاکنو ته نوم ليکنه کړې، چې ٦٢٠٥٦ تنه يې ښځې دي.

بلخوا د خوست د ټاکنو کمېسيون د عامه پوهاوي مسوول صاحب الدين ځدران پژواک اژانس سره په خبرو کې د عامه پوهاوي د نشتوالي خبره نه مني او وايي چې دا مهال ټول ولسونه د ټول ټاکنو پر ارزښت خبر دي.

نوموړي د کلتوري ستونزو تر څنګ په ټاکنو کې د ښځو د پيکه ونډې لوی لامل دا هم ګڼي چې ګنې یو شمېر رسنیو د ولسوالۍ شوراګانو د امتیازاتو په اړه نا سم معلومات خپاره کړل او نوماندان او مؤکلین یې زړه ماتي کړل.

دی وايي: ((د ولسوالۍ په شوراګانو کې د ښځو کم ګډون لامل دا هم دی چې په لایحه کې د دوی امتیازات او معاشونه نا معلوم وو، ښځینه وو د دوولسم شهادت نامې نه لرلې او بل خلک اوس پوه دي، عامه پوهاوي ته دومره اړتيا نشته.))

د معلوماتو پر بنسټ، د خوست ټاکنو کمېسيون په تېرو ټاکنو کې د عامه پوهاوي ۱۹۰ کسان درلودل خو اوس دا شمېر ۲۰ کسانو ته راټيټ شوی دی.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.