ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فوايد عامې وزارت: د لوړ تناژ موټرو ته لنډمهال توقف ورکوو

د فوايد عامې وزارت: د لوړ تناژ موټرو ته لنډمهال توقف ورکوو

author avatar
25 Sep 2018 - 16:02
د فوايد عامې وزارت: د لوړ تناژ موټرو ته لنډمهال توقف ورکوو
author avatar
25 Sep 2018 - 16:02

 کابل (پژواک، ۳ تله ٩٧): فوايد عامې وزارت نوې تګلاره جوړه کړې چې له مخې به يې د تلو له لارې د لوړ تناژ لرونکو موټرو کنټرول پراخ شي او د جريمې پر ځاى به يې د سرغړوونکو موټرو ته لنډمهال توقف ورکول کېږي.

د فوايد عامې وزارت د ترانسپورتي زېرمو د ساتنې او څارنې مرستيال عبدالرحمان صلاحي نن کابل کې خبريالانو ته وويل، د دغه  وزارت  څېړنې ښيي چې بار په وړونکو موټرو کې تر ټاکلې کچې ډېر بار وړل  د سړکونو د خرابېدو اصلي لامل دى.

د لوړ تناژ موټرو د مقررې له مخې، هغه بار وړونکي موټر چې له ټاکلې اندازې زيات مال لېږدوي، له درې زره افغانيو تر ۴۸زره افغانيو جريمه کېدل.

په مقرره کې راغلي چې د افغانستان د سړکونو لپاره د هر اکسل لرونکي موټر لپاره ۱۲ ټنه بار په پام کې نيول شوى دى.

صلاحي وويل چې خصوصي سکټور د فوايد عامې وزارت د مقررو درناوی نه کوي او تر ټاکل شوې اندازې لوړ بار راوړي  چې دغه کار تر وخت مخکې د سړکونو خرابېدو لامل شوی دی.

هغه وايي چې دغه وزارت وروسته له هغه نوې تګلاره جوړه کړه چې ځيني موټرچلوونکو شکايت وکړ چې د فوايد عامې وزارت کارکوونکي په تېره د موټر د بار معلومولو تلو کارکوونکي ورڅخه پيسې اخلي.

دى وايي، د نوې تګلارې له مخې چې اقتصادي عالي شورا تاييد کړې ده، د فوايد عامې وزارت له دې وروسته تخلف کوونکي موټر چلوونکي نه جريمه کوي، بلکې  موټر يې دروي او اړوند اسناد يې ترې اخلي.

دى وايي چې له نوې تګلارې سره سم، هغه موټر چې له ټاکلې کچې يې يو تر درېيو ټنو زيات توکي بار کړي وي، ١٥ ورځې خو که له درېيو تر لسو ټنو ډېر مالونه بار کړي وي، يوه مياشت او له لسو ټنو ډېر توکي يې بار کړي وي، د دوو مياشتو لپاره يې موټر درول کېږي.

هغه وايي، له متخلفو موټر چلوونکو د چلولو لايسنس او د موټر ګرځېدو جواز اخيستل کېږي او د موټر د درېدو تر وخته نه ورکول کېږي.

صلاحي وايي، دغه تګلاره امنيتي ارګانونه په ځانګړي ډول د لويو لارو پوليس او امنيتي حوزې مکلفوي چې د دندو پر مهال د فوايد عامې وزارت د ګرځنده کنټرول له ډلو سره د اضافه بار لرونکو موټرو په درولو کې  مرسته وکړي.

هغه وويل چې دغه وزارت دا مهال يواځې په کابل کې د لوړتناژ موټرو د کنټرول ګرځنده ډلې لرې، خو  په پام  کې ده چې دغه ډلې په هرات او بلخ کې هم په کار پيل وکړي.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د لوړ تناژ موټرو د وزن معلومولو په موخه ۳۱ تلې درلودې خو د اقتصادي عالي شورا تر پرېکړې وروسته يې نهه تلې چې د هېواد په ګمرکونو کې وې، د ماليې وزارت ته ورکړې او دغه وزارت دا مهال ۲۲ تلې لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.