ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې  لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کندهار کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
25 Sep 2018 - 11:15
په کندهار کې  لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
25 Sep 2018 - 11:15

کندهار (پژواک، ۳ تله ۹۷): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې عملیات شوي چې پر مهال یې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۱ نور نیول شوي دي.

دغه عملیات د افغان ځانګړو ځواکونو د ۰۳ قطعې له خوا تېره شپه د دې ولسوالۍ په سره بغل او کانټېنر بازار سیمو کې شوي چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیاء دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، افغان ځانګړي ځواکونه د چورلکو په وسیله د میوند ولسوالۍ یادو کلیو ته ورغلي او د وسله والو مخالفینو پر مرکزونو یې عملیات کړي دي.

هغه زیاته کړه، په دغو څو ساعته عملیاتو کې چې د ځمکې او هوا له لارې ترسره شول، ۴۷ وسله وال وژل شوي او ۴۱ نیول شوي دي.

دی وايي، د عملیاتو پر مهال د وسله والو شپږ موټر، ۳۵ موټرسایکل، ۸ پټنځایونه او ۲ شپني دوربینونه هم له منځه وړل شوي دي.

درانی زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

ميوند ولسوالي د کندهار ښار په ٧٠ کيلومترۍ کې د هرات - کندهار پر لويه لاره پرته ده چې له نا ارام ولایت هلمند سره هم ګډه پوله لري.

د دې ولسوالۍ په ډېرو برخو کې وسله وال فعالیت لري چې په دې وروستیو کې یې پر وړاندې عملیاتو زور اخیستی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.