د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د فوايد عامې وزارت: د لوړ تناژ موټرو ته لنډمهال توقف ورکوو

د فوايد عامې وزارت: د لوړ تناژ موټرو ته لنډمهال توقف ورکوو

Sep 25, 2018 - 16:02

 کابل (پژواک، ۳ تله ٩٧): فوايد عامې وزارت نوې تګلاره جوړه کړې چې له مخې به يې د تلو له لارې د لوړ تناژ لرونکو موټرو کنټرول پراخ شي او د جريمې پر ځاى به يې د سرغړوونکو موټرو ته لنډمهال توقف ورکول کېږي.

د فوايد عامې وزارت د ترانسپورتي زېرمو د ساتنې او څارنې مرستيال عبدالرحمان صلاحي نن کابل کې خبريالانو ته وويل، د دغه  وزارت  څېړنې ښيي چې بار په وړونکو موټرو کې تر ټاکلې کچې ډېر بار وړل  د سړکونو د خرابېدو اصلي لامل دى.

د لوړ تناژ موټرو د مقررې له مخې، هغه بار وړونکي موټر چې له ټاکلې اندازې زيات مال لېږدوي، له درې زره افغانيو تر ۴۸زره افغانيو جريمه کېدل.

په مقرره کې راغلي چې د افغانستان د سړکونو لپاره د هر اکسل لرونکي موټر لپاره ۱۲ ټنه بار په پام کې نيول شوى دى.

صلاحي وويل چې خصوصي سکټور د فوايد عامې وزارت د مقررو درناوی نه کوي او تر ټاکل شوې اندازې لوړ بار راوړي  چې دغه کار تر وخت مخکې د سړکونو خرابېدو لامل شوی دی.

هغه وايي چې دغه وزارت وروسته له هغه نوې تګلاره جوړه کړه چې ځيني موټرچلوونکو شکايت وکړ چې د فوايد عامې وزارت کارکوونکي په تېره د موټر د بار معلومولو تلو کارکوونکي ورڅخه پيسې اخلي.

دى وايي، د نوې تګلارې له مخې چې اقتصادي عالي شورا تاييد کړې ده، د فوايد عامې وزارت له دې وروسته تخلف کوونکي موټر چلوونکي نه جريمه کوي، بلکې  موټر يې دروي او اړوند اسناد يې ترې اخلي.

دى وايي چې له نوې تګلارې سره سم، هغه موټر چې له ټاکلې کچې يې يو تر درېيو ټنو زيات توکي بار کړي وي، ١٥ ورځې خو که له درېيو تر لسو ټنو ډېر مالونه بار کړي وي، يوه مياشت او له لسو ټنو ډېر توکي يې بار کړي وي، د دوو مياشتو لپاره يې موټر درول کېږي.

هغه وايي، له متخلفو موټر چلوونکو د چلولو لايسنس او د موټر ګرځېدو جواز اخيستل کېږي او د موټر د درېدو تر وخته نه ورکول کېږي.

صلاحي وايي، دغه تګلاره امنيتي ارګانونه په ځانګړي ډول د لويو لارو پوليس او امنيتي حوزې مکلفوي چې د دندو پر مهال د فوايد عامې وزارت د ګرځنده کنټرول له ډلو سره د اضافه بار لرونکو موټرو په درولو کې  مرسته وکړي.

هغه وويل چې دغه وزارت دا مهال يواځې په کابل کې د لوړتناژ موټرو د کنټرول ګرځنده ډلې لرې، خو  په پام  کې ده چې دغه ډلې په هرات او بلخ کې هم په کار پيل وکړي.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د لوړ تناژ موټرو د وزن معلومولو په موخه ۳۱ تلې درلودې خو د اقتصادي عالي شورا تر پرېکړې وروسته يې نهه تلې چې د هېواد په ګمرکونو کې وې، د ماليې وزارت ته ورکړې او دغه وزارت دا مهال ۲۲ تلې لري.

د فوايد عامې وزارت مرستيال په نننۍ ناسته کې دا هم وويل چې دغه وزارت به د سالنګ تونل لار په بېړني ډول جوړه کړي، خو په درېیو کلونو کې به د سالنګ لاره په بنسټيز ډول جوړه شي.

دى وايي چې  د سالنګ د بديلې لارې پر جوړېدو هم شاوخوا يو کال وړاندې له يوې بهرنۍ کمپنۍ سره تړون لاسليک شوى او دغې کمپنۍ په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.

هغه وايي چې دغه کمپنى به په ٢٦ مياشتو کې په دې اړه له وزارت سره خپله طرحه شريکه کړي.

هغه زياته کړه، دغه بديله لار د باميان- شيبر لار په پام کې نيول شوې چې کابل د هېواد له شمال سره وصلوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement