ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې ځينو غړو هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د وژلو په مخنیوي ټینګار وکړ

د مشرانو جرګې ځينو غړو هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د وژلو په مخنیوي ټینګار وکړ

author avatar
25 Sep 2018 - 18:18
د مشرانو جرګې ځينو غړو هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د وژلو په مخنیوي ټینګار وکړ
author avatar
25 Sep 2018 - 18:18

کابل (پژواک، ٣ تله ٩٧): د مشرانو جرګې یو شمېر غړو په ټاکنو کې د بایومټریک سیستم کارول وستایل، په هوايي بریدونو کې یې د ملکي وګړو د وژنې په مخنیوي ټینګار وکړ او ویې ويل، په کابل ښار کې یو شمېر بلند منزلونه د رشوت ورکولو په بدل کې جوړېږي.

په ټاکنو کې د بایومټریک سیستم کارول

یو شمېر سیاسي ګوندونو د نورو غوښتنو تر څنګ د یوې طرحې په وړاندې کولو د ټاکنو په بهیر کې د بایو مټریک سیستم د استفاده کولو غوښتنه وکړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د روان کال د وږي په ۳۱ مه اعلان وکړ چې د بایومټریک سیستم د کارولو په اړه د دغه کمېسیون څېړنې ۷۰ سلنه مخته تللې او پایلې به یې په راتلوونکو ورځو کې اعلان کړي.

د مشرانو جرګې ځينو غړو په ټاکنو کې د بایومټریک سیستم د کارولو د هرکلي تر څنګ له حکومت او ټاکنو کمېسیون څخه وغوښتل چې د هغو نوماندانو د لاسوهنې او ګټه اخیستنې مخنیوی دې وکړي چې خپلوان یې په دولت کې کار کوي.

د مشرانو جرګې غړي غیرت بهیر د دغې جرګې په نننۍ ناسته کې په ټاکنو کې د بایومټریک سیستم د کارولو د هرکلي تر څنګ وویل، دا د ټاکنو د شفافیت لپاره د سیاسي ګوندونو او مدني حرکتونو وړاندیز و او د یادې طرحې پلي کول د ټاکنو روڼتيا ضمانت کوي.  

هغه وايي، شاوخوا یوه میاشت مخکې هغه شرکت چې په ټاکنو کې د بایومټریک سیستم پلی کوي د سیاسي ګوندونو په استازیتوب په کابل کې معلومات ورکړل چې له دې سیستم څخه په استفاده هېڅ کس دویم ځلي رایه نه شي ورکولی.

د مشرانو جرګې لومړي منشي محمد علم ایزدیار د ټاکنو له کمېسیون څخه وغوښتل چې له بایومټریک سیستم څخه د استفادې او د دې طرحې په کارولو د ټاکنو د شفافیت د څرنګوالي په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

نوموړي دغه راز د ټاکنو له کمېسیون څخه وغوښتل چې خلکو ته دې په دې تړاو پوهاوی ورکړل شي، ځکه په ټاکنو کې د بایومټریک سیستم کارول د افغانانو لپاره نوې تجربه ده.

د یادې جرګې غړې طیبې زاهدي له حکومت او د ټاکنو کمېسیون څخه وغوښتل چې هېچا ته دې اجازه نه ورکوي چې د ټاکنو په بهیر کې لاسوهنه وکړي او له دولتي امکاناتو څخه د کاندیدانو په ګټه کار واخلي.

نوموړې له جزيیاتو پرته ادعا وکړه چې په عملي ډول د پوهنې او لوړو زده کړو له بنسټونو د یو شمېر نوماندانو په ګټه کار اخیستل پیل شوي او باید د دغه کار مخنیوی وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.