د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيا په لسو ولسواليو کې د شاوخوا لسو کلونو ماليه نه ده ټوله شوې

د پکتيا په لسو ولسواليو کې د شاوخوا لسو کلونو ماليه نه ده ټوله شوې

Sep 25, 2018 - 15:57

ګردېز (پژواک، ٣ تله ٩٧): د پکتيا ولايت د ١٣ ولسواليو له ډلې د لسو ولسواليو د تېرو شاوخوا لسو کلونو ميليونونه افغانۍ ماليه نه ده را ټوله شوې.

په دې ولسواليو کې زرمت، شواک، ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ، ميرزکې، احمدخېل، لجه منګل، څمکني، جاني خېل او ځاځي اريوب شاملې دي.

له هغو سوداګريزو سيمو چې ماليه نه ده ټوله شوې، د څمکني شهرنو، د زرمت تعمير او د ځاځي اريوب شِشتې بازارونه هم شامل دي چې ګڼ مارکېټونه او زرګونه هټۍ په کې په سوداګريزو فعاليتونو او راکړه، ورکړه بوخت دي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي په تېر کې په مالياتي برخه کې د فساد زياتوالی د ماليې نه راټولېدو عمده لامل بولي او وايي، اوسمهال په ټوله کې هڅه دا ده چې ياده مهمه پروسه رڼه او ماليات له ټولو ځايونو په سم ډول راټول شي.

سهي پژواک ته وويل: ((په ځينو سيمو کې شايد بې امني هم د دې دليل ګرځېدلې وي او له دې ټولو نه غټ مشکل د يو شمېر مامورينو فساد او د شخصي ګټو لټول دي چې پر ماليه يې ډېر شديد تاثير غورځولی دی.))

دغه راز د پکتيا د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی وايي، په عايداتي ادارو کې يې د ستونزو او فساد مسئله څو څو ځلې له اړوند ادارو او ولايتي چارواکو سره شريکه کړې، خو په خبره يې تر اوسه يې د حل په برخه کې هېڅ اقدام نه دی شوی.

ځاځي پژواک ته وويل: ((موږ د هرې ولسوالۍ او هرې ادارې ستونزه له مربوطه ادارې سره شريکه کړې ده، ليکن عمل مو نه دی ليدلی.))

د زرمت پخواني او د ځاځي اريوب اوسني ولسوال کفتان اخلاص پژواک ته وويل چې په زرمت کې د ولسوالۍ پر مهال يې په بازار کې شاوخوا زر هټۍ او زيات سوداګريز کاروبار شته چې په خبره يې زياته اندازه ماليه ترې ترلاسه کېږي.

اخلاص وايي، څو ځلې يې ولايت او مستوفيت ته د عايداتي مديريت د ايجاد په اړه مکتوبونه هم لېږلي، خو په اړه يې اجراات نه دي شوي.

اخلاص وويل: ((په زرمت کې ډېر زيات دوکانونه دي، داسې دوکانونه هم شته چې د ورځې تر پنځوس زره افغانۍ سودا کوي، څو واره مې ولايت مقام ته مکتوبونه لېږلي چې هلته د عوايدو مديريت ايجاد کړي څو عوايد راټول او د دولت مالي بنياد تقويه شي، خو ځواب مو پيدا نه کړ.))

د پکتيا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد نجيب الله توتاخېل ماليې وزارت په شفاف ډول د مالياتو پر راټولولو، د فساد پر مخنيوي او په دې برخه کې له معاصرې ټکنالوجي پر کار اخيستو مکلف بولي.

توتاخېل ټينګار کوي چې که د ټولېدونکې ماليې له لارې خلکو ته عامه خدمات وړاندې او خلک ډاډه شي چې  په ماليه يې بېرته دوی ته خدمات وړاندې کېږي، نو په خبره يې د ماليې ټولولو په برخه کې به لويه ستونزه حل او عوايد زيات شوي وي.

نوموړی وايي: ((د ماليې يا ټکس راټولولو يا اعظمي حد ته د رسولو په برخه کې چې کومه بيروکراسي او يا د تشکيلاتو او ټکنالوجۍ له پلوه کومې ستونزه موجودې دي، دولت بايد هغه حل کړي، څو د مالياتو کچه زياته شي، د دولت عوايد ډېر  شي، د دولت عوايد چې زيات شي، پانګونه ورسره زياتېږي، هغه چې زياته شوه خپله اقتصادي وده رامنځته کېږي او خلکو ته زيات خدمات رسېږي.))

د پکتيا مستوفي عظيم خان احمدزی مني چې له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهيسې د لسو ولسواليو ماليه نه ده را ټوله شوې.

احمدزی د مالياتو نه راټولېدو عمده لامل د تشکيل کموالی بولي چې په خبره يې د ادارې د ډېری کارکوونکو بستونه يې خالي دي او په شته کارکوونکو ولسواليو ته هېڅکله لاسرسی نه شي کولی.

احمدزي پژواک ته وويل چې دمګړۍ هم دوی د ګردېز پر ښار سربېره يوازې د احمدابا، سيدکرم او ډنډپټان ولسواليو له هټيو او سوداګريزو ځايونو ماليه ټولوي، خو په خبره يې که د تشکيل کمی يې پوره شي، نو پاتې ولسوالۍ به هم تر مالياتي پوښـښ لاندې راولي.

نوموړي وويل: ((له درېیو ولسواليو پرته زموږ د زرمت، څمکنيو او نورو ولسواليو عوايد رښتيا هم نه دي راټول شوي، موږ د مامورينو مشکل لرو، زموږ مامورين کمبود دي، موږ نه شو کولی په اوس وخت کې دا لږ مامورين ولسواليو ته هم ولېږو.))

د هټيو، مارکېټونو او نورو سوداګريزو ځايونو ماليه د ځانګړي طرزالعمل له لارې د هغوی عوايدو او لګښتونو ته په کتو ټاکل کېږي.

ياده دې وي چې سږ کال په پکتيا کې د روحاني بابا په نوم يوه نوې ولسوالۍ هم منظوره شوې، خو تر اوسه يې رسمي تشکيل او فعاليت نه دی پيل کړی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement