مزارشريف (پژواک، ۳ تله ۹۷): د هېواد د بېلابېلو ولايتونو ځوانان وايي چې افغانان د ملي يووالي او يو بل زغملو له لارې سولې او ثبات ته رسېدلای شي.
د هېواد د ۱۶ ولايتونو دغه ځوانان د (وطندار) په نوم پروګرام کې د تلې په ۳مه مزارشريف ښار کې له تبعيض او تعصب سره د مبارزې په موخه راټول شوي وو، همدا راز وايي چې سياسي احزاب دې د خپلو موخو لپاره له ځوانانو ناوړه استفاده نه کوي.
د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د ولسي ملاتړ د عامه اړيکو کارپوه علاو الدين رهيق پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ځوانانو له دې راټولېدنې يې موخه له تعصب او کرکې سره مبارزه ده.
نوموړي زياته کړه چې د روان وضعيت د بهبود او بدلون لپاره بايد خلک خپله لاس په کار شي.
هغه وايي چې په ياد پروګرام کې له نورستان څخه نيولې تر فارياب پورې د ۱۶ ولايتونو ځوانان برخه لري.
رهيق وويل: ((کله چې د نورستان يو ځوان راځي او د فارياب له يوه ځوان سره خپل فکر شريکوي او د ملي يووالي په اړه د نظر تبادله کوي؛ نو ښکاره خبره ده، چې دا د بدلون لپاره يو ښه ګام دی.))
نوموړي زياته کړه چې د ولسواکۍ په اوسني پېر کې خلک مکلف دي، څو له ستونزو سره مبارزه وکړي او د ځان په ګټه د حالت د بدلولو لپاره هڅې وکړي.
د هغه په وينا، په دې وروستيو کې افغان ځوانان د يو شمېر حزبي، ګوندي او سياسي مسايلو له امله په بېلابېلو برخو وېشل شوي چې د بېرته نږدې کېدو لپاره يې بايد کار وشي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد غونډې ته وويل چې ځوانان د هېواد اصلي وارثان دي او په وينا يې بايد همدوی د دغه وطن د ساتنې او پرمختګ لپاره ځانونه تر نورو ډېر مسوول وګڼي.
هغه زياته کړه چې ځوانان هغه مهال دغې موخې ته رسېدلای شي چې د هېواد د ټولو مسايلو پر وړاندې يو غږ او يو موټی وي.
حديد وويل: ((څوک چې سمت، قوم، حزب او ژبې پورې وتړل شول، هغوی نه بيا ملي ګټې هېرېږي او د شخصي ګټو د تحقق په فکر کې وي.))
د بلخ د ولايتي شورا د رييس په خبره، افغانستان هغه مهال له شته ستونزو، بې عدالتيو او جګړو څخه د خلاصون لار موندلای شي چې خلک يې يو بل وزغمي او د همکارۍ لاسونه سره ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن