ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميټس: افغان ځواکونه يوه سخته جګړه پر مخ بيايي

ميټس: افغان ځواکونه يوه سخته جګړه پر مخ بيايي

author avatar
25 Sep 2018 - 11:26
ميټس: افغان ځواکونه يوه سخته جګړه پر مخ بيايي
author avatar
25 Sep 2018 - 11:26

 

واشنګټن (پژواک، ٣ تله ٩٧): د امريکا د دفاع وزير جيمز ميټس د افغان ځواکونو د وړتياوو ستاينه کړې او ویلي یې دي چې دغو ځواکونو د ترهګرۍ پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکړې ده.

نوموړي دغه څرګندونې د امريکا په دفاع وزارت پنټاګوان کې له خبريالانو سره خبرو کې کړې او زياته کړې یې ده، سره له دې چې افغان ځواکونه له درنې مرګ ژوبلې سره مخ شوي، خو له خپلې مبارزې نه دي پر شا شوي.

هغه زياته کړې: ((کله چې څوک د افغان ځواکونو په اړه ناسمې څرګندونې کوي، د دغو ځواکونو دوامدارې مبارزې او لاسته راوړنې هم بايد په ياد کې وساتي.))

نوموړي د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې زياتېدا او د طالبانو پر ضد په جګړه کې د ممکنه ماتې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((هېڅکله نه، هغوى يوه سخته جګړه پر مخ بيايي.))

د امريکا د دفاع وزير ويلي چې د افغان ځواکونو وسله وال مخالفين ډېرى مهال ملکي وګړي په نښه کوي او له هغوى د سپر په توګه کار اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال طارق شاه بهرامي څو ورځې مخکې ولسي جرګې ته د ملي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورکړي وو.

هغه زياته کړې چې هره ورځ تر ٣٠ پورې سرتېري وژل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.