ښرنه(پژواک،٣تله٩٧): د پکتيکا ولايت په مرکز او ولسواليو کې له څه باندې دوولس زره زيانمنو کورنيو سره د غنمو د مرستو لړۍ پيل شوه.
پر یادو کورنیو به له اتلس سوه ټنو ډېر غنم ووېشل شي، چې هرې کورنۍ ته به ۱۵۰ کیلوګرامه غنم ورکړل شي.
د پکتیکا د والي مرستیال شېربادشاه ارګوني د تلې په درېيمه د اړوندې موضوع په اړه جوړو شويو مراسمو ته وويل چې د مرکز په ګډون په ۱۳ ولسوالیو کې د وچکالۍ له امله زیانمنو دوولس زره او پنځه سوه کورنیو سره د ۱۵۰ کیلو ګرامو په اندازه د غنمو مرسته پیل شوه.
د ده په وینا، دا هغه کورنۍ دي چې په بېلابېلو وختونو کې وچکالۍ ځپلې دي او په خبره یې په دې سره به یې ستونزې تر یوه بریده راکمې شي.
د پکتیکا د والي مرستیال زیاتوي چې د دغو غنمو د وېش لړۍ له ځایي کوچیانو پیل شوه چې په خپل وار سره به نورو ټولو اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.
په همدې حال کې د پکتيکا د پېښو پر وړاندي د مبارزې ادارې مشر عبدالهادي هادي وويل چې په ټوله پکتیکا کې تر سل زره پورې د وچکالۍ له امله زیانمنې کورنۍ شته، خو له ډلې يې په لومړي پړاو کې همدا کورنۍ انتخاب شوې دي.
دده په خبره، هڅه کوي چې پاتې اړمنو کورنیو ته هم مرسته انتقال او ووېشي.
دغه راز يو تن مرسته اخيستونکي ګل احمد وويل چې دا مرسته به يې تر یو حده لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي، خو په خبره يې ډېرو مرستو ته اړتيا لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن