پل علم (پژواک، ٤ تله ٩٧): افغان ځواکونو د لوګر په مرکز پل علم کې هوايي بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې د طالبانو څو پټنځايونه ويجاړ شوي او يو جومات شهيد شوى دى.
د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي د تلې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي امنيت صفر یو قطعې د مرکز پل علم اړوند د پورک، دادوخېلو او هارون خېلو په سيمو کې د طالبانو پر پټنځايونو هوايي بريدونه کړي دي.
ده وويل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو يو شمېر پټنځايونه او د وسلو زېرمې له منځه وړل شوې دي.
لاروى زياتوي چې د دغو بريدونو په پايله کې د ملا روښان په نوم د طالبانو يو ډلمشر وژل شوى او څلور نور شکمن کسان يې نيول شوي دي.
خو د هارون خېلو سيمې اوسېدونکي جمشيد پژواک ته وويل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د دې سيمې لوى جومات هم شهيد شوى دى.
د لوګر د والي وياند هم د جومات شهيدېدو خبره تاييدوي او وايي: ((په دې جومات کې د ورځې او شپې له مخې طالبان اوسېدل نو ځکه تر بريد لاندى راغلى دى.))
دغه راز د دادوخېلو د سيمې اوسېدونکي حاجي ابراهيم پژواک ته وويل چې د شپې ١١ بجې بريدونه پيل شول او تر سهار يې دوام وکړ.
هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې د طالبانو د استوګنې څلور کورونه له منځه وړل شوي او څلور کسان هم د ملي امنيت ځواکونو له ځان سره بیولي دي.
وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي چې تېره شپه افغان او امريکايي ځواکونو د لوګر په پورک او دادوخېلو سيمو کې د ملکي خلکو پر کورونو چاپې وهلې دي.
هغه وايي چې د دې چاپو په ترڅ کې د خلکو څلور کورونه ويجاړ شوي، دوه شخصي موټر يې له منځه وړل شوي او د محمد روښان په نوم يو عام کس يې وژلی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن