ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ اسيايي جام کې د لومړۍ درجې هېواد په توګه ځان ثابت کړ

افغانستان د کرکټ اسيايي جام کې د لومړۍ درجې هېواد په توګه ځان ثابت کړ

author avatar
26 Sep 2018 - 16:53
افغانستان د کرکټ اسيايي جام کې د لومړۍ درجې هېواد په توګه ځان ثابت کړ
author avatar
26 Sep 2018 - 16:53

کابل (پژواک، ٤ تله ٩٧) : د کرکټ لوبې شنونکي وايي چې افغانستان د يوه بشپړ غړيتوب لرونکي لومړۍ درجې هېواد په توګه په اسيايي جام سياليو کې ځان ثابت کړ.

د اسيا د شپږو غوره لوبډلو پاکستان، هندوستان، افغانستان، سريلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ ترمنځ دا پنځوس اووريزې سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي.

افغانستان په خپل ګروپ کې د سريلانکا او بنګله دېش په څېر پياوړو لوبډلو ته ماتې ورکولو سره دويم پړاو ته لاره پيدا کړه، هلته يې له پاکستان او بنګله دېش څخه تقريباً لوبې ګټلې وې، خو دواړه لوبې يې وروستي اوور کې د کمې تجربې او فشار له امله بايلودې.

د دويم پړاو درېيمه لوبه يې د هندوستان په څېر د نړۍ پياوړې لوبډلې سره مساوي پاى ته ورسوله، چې د کرکټ نړيوالو مبصرينو دا لوبه هم د افغانستان لپاره ګټلې وبلله.

په دې سياليو کې د افغانستان له لوري له لومړۍ څخه تر وروستۍ لوبې پورې حشمت الله شهيدي ډېر ښه وځلېد، دغه راز په وروستيو دوو لوبو کې شهزاد محمدي ښه وځلېد، رحمت شاه، راشدخان، ګلبدين ، محمد نبي او سميع الله شينواري په توپ وهونه کې ښه وځلېدل.

دغه راز په توپ اچونه کې، راشد خان، مجيب ځدراڼ او افتاب عالم د تېر په څېر ښه وځلېدل او خپله وړتيا يې ثابته کړه.

په اسيايي جام کې د ملي لوبډلې ټوليزه لوبه :

د کرکټ لوبې کارپوه مشتاق رحيم وايي چې ملي لوبډلې په اسيايي جام کې په ټوليزه توګه ډېره ښه وځلېده ، چې تر لوبو مخکې ترې دداسې لوبې هيله نه وه.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د ښې لوبې لومړى لامل دا و چې د اماراتو په لوبغالو او پېچونو کې افغان لوبغاړي بلد دي، د افغانستان سپنران هلته ښه لوبه کوي، دويم لامل يې دا و چې په ملي لوبـډله کې مثبت بدلونونه راغلي، په منځنيو لوبغاړو کې د حشمت او رحمت شاه په څېر تخنيکي لوبغاړي او په وروستيو کې د تېزې توپوهنې لوبغاړي هم ملي لوبډله کې شته دي.

ده زياته کړه : ((ملي لوبډله په ډېر لوړ همت او مورال مثبت فکر سره دې سياليو ته په دې تکل تللې وه  چې لوبې به ګټي، پخوا لوبغاړو فکر کاوه چې ددويمې درجې لوبډله يې ده، که ښه لوبه يې وکړه هم کافي ده، د ګټلو په غم کې نه وو، خو اوس دوى د لومړۍ درجې لوبغاړو او لوبډلې په توګه لوبې کوي او په اسيايي جام کې يې دا ثابته هم کړه.))

د کرکټ پخوانى ملي لوبغاړى او اوسنى ملي روزونکى رييس احمدزى بيا وايي چې له هيلو سره سمه ملي لوبډلې په اسيايي جام کې ښه لوبه وکړه او نړيوالو ته يې دا ثابته کړه چې افغانستان اوس د يو بشپړغړيتوب لرونکې لومړۍ درجې لوبډله ده، نه يواځې په شل اووريزو کې، بلکې په يو ورځنيو لوبو کې هم ښه سيالي کولى شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.