ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د نجونو د لاسي صنایعو نندارتون پای ته ورسېد

خوست کې د نجونو د لاسي صنایعو نندارتون پای ته ورسېد

author avatar
26 Sep 2018 - 09:58
خوست کې د نجونو د لاسي صنایعو نندارتون پای ته ورسېد
author avatar
26 Sep 2018 - 09:58

خوست ښار (پژواک، ۴ تله ۹۷): په خوست کې د نجونو په لاس د جوړ شوو روبوټونو، ډرون الوتکې او د ځينو نورو صنايعو نندارتون وتړل شو.

نجونې وايي چې له ډېرو عادي توکو يې په کې ګټه اخيستې ده، دوی زياتوي که امکانات ورته برابر شي، ډېر نور شيان هم جوړولی شي.

په دغه نندارتون کې د نجونو په لاسونو جوړ څه کم څلور سوه موډلونه نندارې ته اېښودل شوي وو.

دغه نندارتون چې د (تلې ۲مه) پرانيستل شوی و او درې ورځې دوام وکړ، د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د پنځو ښوونځيو زده کوونکو په کې برخه اخيستې وه.

په نندارتون کې په په لاس جوړ لاسي صنايعو کې له خورا ډېر مهارته کار اخيستل شوی.

زده کوونکې وايي چې له ډېرو عادي شيانو يې د دې موډلونو په جوړولو کې ګټه اخيستې ده.

لېمه د مټان خان ښوونخي زده کوونکې ده؛ هغې په خپل لاس جوړ شوی موټر په دغه نندارتون کې نندارې اېښی و.

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په موټر کې مې لرګی، ښيښه، جالۍ او ځيني نور شيان استعمال کړي دي. زه غواړم په راتلونکي کې داسې موټر جوړ کړم چې په خپله کار وکړي.))

د نندارتون په بله څنډه کې بيا يو شمېر نجونو د فزيک او کيميا ځينې تجربې د نندارتون ليدونکو ته وښودې.

دغه راز يو شمېر روبوټونه او ډرون الوتکه هم نندارې ته وړاندې شول.

د ډرون الوتکې جوړوونکې تمنا پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل، غواړي دغې الوتکې ته نور انکشاف هم ورکړي.

نوموړې وايي: ((ښځې کولای شي په هره برخه کې کار وکړي، مثلاً ډرون الوتکې جوړې کړي، ډاکټره شي، پيلوټه شي، انجينره شي. دلته ډېر خلک دا فکر کوي چې نجونې بايد يواځې طب ووايي او معلمي وکړي، خو داسې نه ده. افغانستان کې په هره برخه کې نجونو اړتيا ده.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.