ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند يو شمېر کروندګر په څلورو فصلونو کې کوکنار کري

د هلمند يو شمېر کروندګر په څلورو فصلونو کې کوکنار کري

author avatar
26 Sep 2018 - 17:31
د هلمند يو شمېر کروندګر په څلورو فصلونو کې کوکنار کري
author avatar
26 Sep 2018 - 17:31

لښکرګاه(پژواک،٤تله٩٧): د هلمند د دښتو او غصب شويو ځمکو يو شمېر کروندګرو د کوکنار داسې تخمونه ترلاسه کړي چې د کال د يو فصل پرځاى، په څلورو فصلونو کې کرل کېږي او څلور ځلې حاصلات ورکوي.

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د سامينار دښتې يو تن کروندګر شاه محمود د تلې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په درې جريبه ځمکه کې يې کوکنار کرلي دي.

هغه وويل: (( پخوا مو په مني کې کرل او پسرلي کې به مو ټولول چې د کال يې يو ځل حاصل ورکاوه، خو اوس مو داسې تخمونه پيدا کړي چې دکال په څلورو فصلونو کې کرل کېږي او څلور ځلې حاصل ورکوي.))

شاه محمود ونه ويل چې دغه تخمونه يې له کوم ځاى څخه ترلاسه کړي، خو زياته يې کړه چې په دې وروستيو کې د ترياکو نرخ ټيټ شوى او دوى ډېره ګټه نه شي ترلاسه کولى.

د هغه د معلوماتو له مخې، يو من (څلورنيم کيلو) ترياک دوى دا مهال په ٢٠ زره کلدارې خرڅوي چې ډېرې کمې پيسې دي.

نوموړي وايي چې د سولري برېښنا په وسيله خپل ځمکې خړوبوي او دا مهال يې د کوکنارو فصل حاصل ته په رسېدو دى.

دغه راز د دې سيمې يو بل کروندګر د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل: ((له یوې خوا د تریاکو قېمتونه ټیټ شوي ، له بلې خوا د طالبانو او حکومت تر واک لاندې سیمو کې د کوکنارو د کر پر سر یو اندازه پيسې حکومت او طالبانو ته ورکوو که ور يې نه کړو بيا مو د کوکنارو کرلو ته نه پرېږدي.))

ده وويل چې د سامينار سيمې امنيتي سرتېرو ته يې يوه اندازه پيسې ورکړي، نو ځکه په ډاډه زړه يې کوکنار کرلي او اوس حاصل ته هم رسېدلي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د ګرشک ولسوال محمد سليم رودي پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې يو شمېر کروندګر د يو فصل پرځاى په څلورو فصلونو کې کوکنار کري چې پر امنيتي حالاتو يې منفي اغېزې کړې دي.

هغه زياته کړه: (( دا زموږ مسوولیت نه دی چې مخه يې ونيسو، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې اړوند ادارې يې بايد د مخنيوي لپاره کار وکړي، له منځه دې يوسي او په بديلو لارو دې هم فکر وکړي.))

دغه راز د هلمند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس سيداحمد ورور پژواک ته وويل چې تېرکال يو فصله کوکنار د دې ولايت په ١٤٠ زره هکتاره ځمکه کې کرل شوي وو، خو د څلور فصله کوکنارو په اړه تر اوسه سروې نه ده شوې.

ورور وايي چې د څلور فصله کوکنار په اړه يې وزارت ته معلومات ورکړي، خو د نا امنيو او بوديجې د کموالي له امله يې پر وړاندې کمپاين نه شي تر سره کولى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.