قلعه نو (پژواک، ٤ تله ٩٧): د بادغيس ولایت د ابکمري ولسوالۍ په خالق اباد سیمه کې د یوې پوستې نهه سیمه ییز پولیس له وسلو سره یو ځای له وسله والو مخالفینو سره یو ځای شوي دي.
د ابکمري ولسوال صالح محمد بېک پژواک ته وویل، دغه نهه کسان تېره شپه له وسله والو مخالفینو سره یو ځای شوي دي.
نوموړي له جزئیاتو پرته وویل، د دې پوستې سیمه ییزو پولیسو خپلې وسلې هم له ځان سره وړې دي.
د خالق اباد سیمه د ابکمري ولسوالۍ له مرکز څخه درې کیلومتره لرې پرته ده.
د دولت مخالفو وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن