لښکرګاه (پژواک، ٤ تله ٩٧): د هلمند حکومتي چارواکي وايي چې د نادعلي ولسوالۍ چاه انجير سيمه يې له وسله والو طالبانو نيولې او ډېر ژر به په کې رغنيزې چارې پيل شي.
چاه انجير د نادعلي ولسوالۍ هغه سيمه ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې وسله والو طالبانو د يو ډله ييز بريد په ترڅ کې ونيوه چې له امله يې شاوخوا سل امنيتي سرتېري ووژل شول.
د هلمند والي او نور چارواکي پرون چاه انجير ته ورغلي وو او د افغانستان ملي بيرغ يې په دې سيمه کې پورته کړ.
په دې مراسمو کې د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې سيمې ته د ورتګ موخه يې له خلکو او ځايي مسوولينو سره د ښوونځيو، روغتونونو، وران شوو کورنيو او بازار په اړه مشورې کول دي.
والي وویل: ((دلته دوه کاله جنګونه وشول، سلګونه دوکانونه، یو شمېر کورونه، دولتي تاسیسات، د چاه انجیر ساختماني دستګاه، ښوونځي او روغتونونه ویجاړ شول، د بېرته جوړېدو لپاره مو پلانونه جوړ کړي او له مرکز سره مو هم خبرې کړې دي.))
دغه راز په دې غونډه کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال عبدالهادي ترين وويل چې د چاه انجير په تصفيه شوو سيمو کې نوې پوستې جوړې شوې دي.
ده زياته کړه: ((دا سيمه اوس د امنيت له پلوه ډاډمنه ده، خو لوى مانده او د لښکرګاه د څلورمې حوزې باباجي سيمه اوس هم له طالبانو سره دي چې په کې د عملياتو لپاره پلانونه جوړ شوي دي.))
د ترين په وينا، وسله وال طالبان د پخوا په پرتله کمزوري شوي؛ ځکه د روانو عملياتو په ترڅ کې يې ډېرې وسلې او تجهيزات له منځه تللي دي.
همدارنګه د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرزاق يعقوبي وويل چې له وسله والو طالبانو بېرته نيول شوې سيمې د مرکز لښکرګاه پر امنيت هم مثبت اغېز کوي.
د هغه په وينا چې اوس د نيول شوو سيمو د امنيت د ټینګښت او پوستې جوړولو په چارو بوخت دي.
په دې غونډه کې د نادعلي ولسوالۍ د ټولنيزې شورا رييس محمد نبي الفت وويل چې په تېرو جګړو کې د دې سيمې خلک ډېر زيامن شوي دي.
هغه د بېلګې په توګه وويل: ((سړکونه پر ماينونو تخريب شوي او د ځينو پروژو کارونه يې هم په نيمايي کې پاتي دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن