کندهار ښار (پژواک، ٤ تله ٩٧): ناپېژاندو وسله والو په کندهار ښار کې مدني فعال او ولسي جرګې ته نوماندن ناصر مبارز وژلى دى.
د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي پېښه تاييدوي او وايي چې ناصر مبارز په يوه غلچکي برید کې لومړی ټپي شوی و، خو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
هغه د تلې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر مبارز پرون ماښام د کندهار ښار د دويمې حوزې اړوند د خاد له کوڅې سره د ناپېژاندو وسله والو له خوا برید وشو.
د نوموړي په وينا، بريدګر له سيمې تښتېدلي، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، تر دې مخکې په کابل، ننګرهار او ځينو نورو ولايتونو کې هم د ولسي جرګې کانديدان وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن