جلال اباد (پژواک، ۵ تله ۹۷): د ننګرهار ولايت ښېوې ولسوالۍ کې د دويم ملي لومړيتوب د ملاتړ پروګرام له لوري د ۲۶ ميليونه افغانيو په لګښت د پنځو کانالونو د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دغه کانالونه د ښېوې ولسوالۍ په پنځو کليو کې جوړېږي، چې په جوړېدو سره به يې څلوېښت سلنه د اوبو د ضايعاتو مخه ونيول شي او هم به لس زره جريبه ځمکه پرې خړوبه شي.
د ننګرهار ولايت مالي او اداري مرستيال تميم عارف مومند پژواک اژانس ته وويل چې د دې پروژو په بشپړېدو به د سيمې کرنيزو حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زياتوالی راشي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا کانالونه د کرنې او اوبو لګونې وزارت د دويم ملي لومړيتوب د ملاتړ پروګرام تر چتر لاندې د ۲۶ عشاريه يو ميليون افغانيو په مالي لګښت د ۷ عشاريه ۲۰ کيلومتره په اوږدوالي د کلمانۍ، بانډې، کنډرو، خواجه صاحب او طالب سيمو کې جوړېږي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفيع الله رحيمزي وويل، د کانالونو د جوړېدو يادې پنځه پروژې به د شاوخوا نهه مياشتو په موده کې بشپړې شي او د زرګونه جريبه کرنيزې ځمکې په خړوبولو کې به اسانتياوې رامنځته کړي.
هغه زياته کړه چې د يادو پروژو لګښت د کرنې وزارت د انکشافي بوديجې څخه ورکول کيږي.
دغه راز د ښېوې ولسوال عاشق الله سادات ډاډ ورکړ چې د يادو کانالونو د جوړېدو له چارو به پوره څارنه کوي او د هر ډول درغلۍ د مخنيوي په موخه به يې اقدامات وکړي.
په ورته وخت کې د سيمې قومي مخورو له ولايتي ادارې وغوښتل چې ياده ولسوالۍ کې د کرنې د پراختيا په برخه کې ورته نورې پروژې هم پلې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن