کابل (پژواک، ٥ تله ٩٧) : ولسمشر اشرف غني له يو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو سره نن سهار غزني ښار ته رسېدلى دى.
د ولسمشر وياند هارون چخانسوري د تلې په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره يوه مياشت کې غزني ته دا د ولسمشر دويم سفر دى.
هغه زياته کړه،ولسمشر به ددې سفر پر مهال د غزني ولايت امنيتي حالت وارزوي او د تېر سفر پرمهال د شويو ژمنو د عملي کولو په اړه به خلکو ته معلومات ورکوي.
چخانسوري وويل، ولسمشر به هلته د امنيتي غونډې مشري وکړي، د غزني پوهنتون د استادانو او د ښوونځيو له ښوونکو، د مدني ټولنې له غړو او ځوانانو، علماوو، ښځو او قومي مشرانو سره دليدنو ترڅنګ به په يوه لويه ولسي غونډه کې هم ګډون کوي.
چخانسوري وايي، ولسمشر سره په دې سفر کې لومړۍ مېرمن، انجنير محمد خان، ډاکټر رسول طالب او يو شمېر نور ملکي او نظامي چارواکي ملتيا کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن