ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکي: د ډاکټر نجيب تلين دې رسمي ونمانځل شي

د پکتيا اوسېدونکي: د ډاکټر نجيب تلين دې رسمي ونمانځل شي

author avatar
29 Sep 2018 - 17:30
د پکتيا اوسېدونکي: د ډاکټر نجيب تلين دې رسمي ونمانځل شي
author avatar
29 Sep 2018 - 17:30

ګردېز (پژواک،٧تله٩٧):دپکتيا د بېلابېلو سيمو اوسېدونکو، مشرانو او ځوانانو د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د دوه ويشتم تلين په نمانځغونډه کې له دولت څخه وغوښتل چې د نوموړي تلين دې په رسمي مراسمو ونمانځل شي.

د اړوندې موضوع په اړه جوړو شوو مراسمو ته د پکتيا د ولايتي شورا غړي محمدرحمن قادري وويل، د کورنيو جګړو د ځينو هغو عاملينو چې هېواد يې وران کړی، خلک يې وژلي او د هېواد او خلکو د خواخوږو تلين بايد په ژور تفکيک سره ونمانځل شي.

دغه راز په دې غونډه کې پخواني پوځي قدرت الله، ډاکټر نجيب الله وطنپال شخصيت وباله او ويې ويل چې نوموړي په هر ډول حالاتو کې له پرديو د خپل هېواد د ساتنې لپاره په مېړانه مبارزه کړې ده.

دی وايي: ((نجيب هغه نجيب و چې پر جلال اباد د پاکستان درې ميکانيزه فرقې راغلې، چې شاهد د حال زه خپله وم او هغو درې واړه فرقو ماته وخوړه. دا به تاريخ لا واضح کړي چې ډاکټر نجيب څه ډول شخصيت و.))

همدارنګه د پکتيا اوسېدونکي حاجي نذير وويل چې پر ډاکټر نجيب الله د مختلفو کسانو له خوا بېلابېلې ټاپې او تورونه ولګول شول، خو نوموړي تر پايه په قوي عزم د خپل هوډ تر لاسه کولو او هېواد امن کولو لپاره منډې وکړې.

دی وايي چې ځوانانو ته له دې څخه په الهام په کار ده، چې په راتلونکو ټاکنو کې سمو کسانو ته رايه ورکړي.

نوموړي وويل:((دا دروند مسووليت ستاسو ځوانانو په غاړه دی، د وطن اينده په تاسو پورې اړه لري. هغه چا ته رايه ورکړئ، چې ستاسو په نزد واقعا د وطن خدمتګار او پاک وي.))

قومي مشر حاجي عبدالله وايي چې ډاکټر نجيب الله د هېواد رښتينی خواخوږی او د ډېرو ځوانانو ايډيال دی.

عبدالله وويل، دوی د خپل سياسي او فکري مشر ياد د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې خلکو ته له مزاحمت پرته په ارامه او سوله ييزه فضا کې د قرانکريم په ختم او د هېوادوالو تر منځ د وحدت ساتلو په دود کوي.

د دوی له ډلې ثابت احمدزي وويل: ((نجيب د کوم قوم، ژبې او سمت استازی نه، بلکې د افغانستان په ټولو شريفو او سوله غوښتونکو خلکو پورې اړه لري.))

ويناوالو له دولت څخه غوښتنه وکړه چې په ولايتونو کې ځينې ځايونه او څلور لاري د ډاکټر نجيب الله په نوم ونوموي.

دوی وويل چې ډېر ژر به د ګردېز ښار مرکزي څلور لاری رسما د ولسمشر نجيب الله په نوم ونومول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.