ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په پنځو ولسواليو کې د ټاکنو لپاره ښځو هېڅ نوم ليکنه نه ده کړې

د کندهار په پنځو ولسواليو کې د ټاکنو لپاره ښځو هېڅ نوم ليکنه نه ده کړې

author avatar
29 Sep 2018 - 11:16
د کندهار په پنځو ولسواليو کې د ټاکنو لپاره ښځو هېڅ نوم ليکنه نه ده کړې
author avatar
29 Sep 2018 - 11:16

 کندهار (پژواک، ٧ تله ۹۷): په کندهار کې راتلونکو ټاکنو ته نه یوازې د ښځینه کاندیدانو شمېر کم دی، بلکې په ټولیزه توګه په دغه ولایت کې په ټاکنیزو فعالیتونو کې د ښځو ونډه کمرنګه ده او په پنځو ولسواليو کې ښځو هېڅ نوم ليکنه نه ده کړې.

د ډېرو په اند، دغه حالت ډېر لاملونه لري چې نا امنۍ، ناوړه دودونه او د خلکو ناسم ذهنیتونه یې په سر کې راځي.

په کندهار کې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره ۱۱۲ کسانو ځانونه کانديد کړي چې له ډلې یې  ۱۲ ښځې دي.

خو دا ستونزه يوازې تر دې محدوده نه ده، بلکې په دغه ولایت کې د رایې ورکولو په برخه کې هم د ښځو برخه اخیستنه کمرنګه وي.

په کندهار کې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره ټولټال ۵۶۷ زره کسانو نوم لیکنه کړې چې ۷۳ زره يې ښځې دي، په داسې حال کې چې د دغه ولایت نفوس له دوه میلیونه ډېر ښودل کېږي چې نیمايي ښځې دي.

ان په کندهار کې داسې ولسوالۍ هم شته چې ښځو په کې هېڅ نوم لیکنه نه ده کړې.

له کندهاره پارلماني ټاکنو ته کاندیده ډاکتره عزیزه وايي، له بده مرغه د هېواد د ډېرو ولایتونو په پرتله په دغه ولایت کې نه یوازې په ټاکنیزو فعالیتونو، بلکې په ګڼو ټولنيزو چارو کې د ښځو ونډه کمه ده.

دا زیاتوي، د ښځو د کار او فعالیت پر وړاندې تر ټولو جدي ننګونه نا امني او د ټولنې ناسم ذهنیت او چلند دی چې هغوی یې د ژوند پر ډېرو ډګرونو شا ته پرېیښې دي.

دې وویل، لومړی دلته د سواد کچه ټیټه ده، خو هغه لږ شمېر مېرمنې چې لوستې دي او غواړي په ټاکنو او یا نورو علمي او ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه واخلي د نا امنۍ او نورو دودیزو مسایلو له امله دغه کار نه شي کولای.

د عزيزې په باور، په دغه ولایت کې شته ستونزو ته په کتو یې لوی جرئت کړی چې ځان یې پارلمان ته

کاندید کړی، په داسې حال کې چې کورنۍ او دوستان یې هر وخت د سر د ساتلو ورته وايي.

دې وویل، په دغسې یوه حالت کې به دا څنګه کمپاین وکړي او یا د ښځو منځ ته ورشي او له هغوی رایې وغواړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.