د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بلخ کې ٣٣ غله او سړي تښتوونکي نيول شوي

په بلخ کې ٣٣ غله او سړي تښتوونکي نيول شوي

Sep 29, 2018 - 18:24

مزار شريف ( پژواک، ۷ تله، ۹۷):  د بلخ امنيتي چارواکي وايي چې د بېلابېلو تصفيوي علمياتو پر مهال يې کابو ۳۳ غله او سړي تښتونکي نيولي چې  دا مهال تر څېړنو لاندې دي .

که څه هم  د مزار شريف ښار امنيتي وضعيت له تېرو څو مياشتو راهيسې خراب شوی او وخت نا وخته په کې د وسله والو نښتو راپورونه  هم ورکړل  شوي، خو دلته د بلخ امنيه قوماندان  پاسوال اکرم سامع  يوه خبري کنفرانس ته وويل چې په ښار کې يې د بې نظمۍ، قتل ، غلا او يو شمېر نورو جرمونو په تړاو ۳۳ کسان نيولي چې تر دې دمه د کشفي ارګانونو تر څېړنو لاندې دي .

نوموړی زياتوي چې په نيول شويو کسانو کې يو شمېر غير مسوول وسله وال هم شامل دي چې دوه ميله وسله ، ډېر شمېر موټر سايکلونه او نور نقليه وسايط هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي .

امنيه قوماندان وايي چې تر دې دمه مزار شريف ښار کې شل تروريستي ګروپونه د کشفي ارګانونو له خوا تثبيت شوي چې ډېر شمېر يې نيول شوي او د پاتې نورو پر وړاندې عمليات دوام لري .

د بلخ امنيه قوماندان داسې مهال له نامسوولو وسله والو سره د جدي چلند او د هغوی د نيول کېدو خبره کوي، چې تېره اوونۍ کورنيو چارو وزير مزار شريف ښار ته د سفر پر مهال دغلته د ځانګړو پوليسو قطعه رامنځته کړه.

د کورنيو چارو وزير منلې وه چې مزار شريف ښار کې جنايي پېښې او په شاوخوا ولسواليو کې امنيتي تهديدات زيات شوي، چې امنيتي ځواکونه يې په تړاو بې تفاوته نه دي.

د مزار شريف اوسېدونکي هم د نا مسووله وسله والو پر وړاندې د امنيتي ځواکونو وروستۍ هڅې ستايي او په دې برخه کې د لا جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

مدني فعال غلام رسول ملکزي پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په مزار شريف ښار کې امنيتي وضعيت ښه شوی دی.

هغه وويل چې پخوا له دې به نږدې هره شپه په ښار کې يوه يا دوه پېښې کېدلې؛ خو په مزار شريف ښار کې د پوليسو د وروستيو هڅو له امله جرايم کم شوي دي.

نوموړی همدا راز غوښتنه کوي چې په ټولو مجرمينو او زورواکانو دې قانون په يو ډول پلى شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement