ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې امنيتي ځواکونو يو شمېر پوستې له جګړې پرته پرېيښي

په لوګر کې امنيتي ځواکونو يو شمېر پوستې له جګړې پرته پرېيښي

author avatar
29 Sep 2018 - 16:44
په لوګر کې امنيتي ځواکونو يو شمېر پوستې له جګړې پرته پرېيښي
author avatar
29 Sep 2018 - 16:44

پل علم(پژواک،٧ تله٩٧): د لوګر په مرکز او دوه ولسواليو کې امنيتي ځواکونو د يو شمېر مهمو او ستراتېژيکو سيمو پوستې له جګړې پرته پرېيښي چې له امله يې خلک اندېښمن دي.

خو بل لورته چارواکي بيا وايي چې دغه پوستې د افغان ځواکونو او عامو خلکو د تلفاتو د مخنيوي په موخه پرېښودل شوې دي.

دغه پوستې په مرکز ښرنه، بره کي برک او محمد اغې ولسوالۍ کې وې او اووه کاله وړاندې جوړې شوې وې.

په دې اړه د بره کي برک ولسوالۍ د چلتن سيمې قومي مشر عبدالله د تلې په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو اووه کاله وړاندې د دوى د سيمې پر يوې غونډۍ پوسته جوړه کړې وه.

ده زياته کړه: ((دا پوسته ډېره تر تهديد لاندې وه، همېشه طالبانو پرې حملې کولې، خو څو ورځو وړاندې عسکر ترې لاړل او پوسته يې پرېښوده چې بيا وروسته طالبان ورغلل او پوسته يې کډه وډه کړه.))

د عبدالله په وينا، د دې پوستې په پرېښود سره خلک په دې باور شول چې حکومت نور نه شي کولى د طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي.

دغه راز د محمد اغې ولسوالۍ د زرغون ښار سيمې اوسېدونکي حاجي داوود پژواک ته وويل چې افغان ځواکونو د دوى له سيمې څخه هم خپله پوسته لرې کړې ده.

ده وويل: (( له کلونو راهيسې دلته امنيتي پوسته وه، خو تېره ورځ يې خپله کډه بار کړه او لاړل اوس ورته طالبان راغلي او خپل سپين بيرغ يې پرې پورته کړى دى.))

د هغه په وينا، دغه پوسته د امنيت د ټينګښت له پلوه ډېره ګټوره نه وه، خو په سيمه کې يې د حکومت حضور ساتلى و.

همدارنګه د مرکز پل علم د دادوخېلو سيمې قومي مشر اغاجان پژواک ته وويل: (( دلته د غره په لمن کې يوه پوسته وه، کله نا کله به کلي ته د تالاشۍ لپاره راتلل، خو وړمه شپه يې هرڅه بار کړي او له دې ځايه تللي دي.))

ده وويل، تر اوسه روښانه نه ده چې حکومت ولې دا پوسته پرېيښې خو خلک اندېښنه لري چې حکومت نه غواړي نور د طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي.

په دې اړه د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې د حکومت دغه اقدام د ستايلو دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.