ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې د حسن قرائت سيالي ترسره شوه

په کندوز کې د حسن قرائت سيالي ترسره شوه

author avatar
29 Sep 2018 - 18:18
په کندوز کې د حسن قرائت سيالي ترسره شوه
author avatar
29 Sep 2018 - 18:18

کندوز (پژواک، ٧ تله ٩٧) : په کندوز کې د لسګونو قاريانو په ګډون د حسن قرائت سيالي ترسره شوه.

د حسن قرائت دا سيالي نن د تلې په ٧مه، د ولايت مقام له خوا په کندوز ښار کې جوړ شوې وه، چې په کې ګڼ شمېر ديني عالمانو او ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.

دپروګرام په پيل کې د حافظانو ترمنځ دحسن قرائت سیالي ترسره شوه،چې ګڼ شمېر حافظانو په کې  زړه راښکونکو غږونو د قران کريم ایاتونه واورل.

وروسته په وار سره دیني عالمانو هر يو سراج الدین عابدي ، مولوي خوش محمد نصرتیار او مولوي محمد عاقل خبرې وکړې او د ولایت مقام دا نوښت يې وستايه.

دوی د روانې جګړې او دبې ګناه انسان وژنې دحرمت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او پر ټولو عالمانو يې غږ وکړ چې له منبره د اسلام د مبارک دین په رڼا کې خلکو ته دسولې، یووالي او زغم پيغامونه ورکړي.

دغه راز دغو عالمانو وويل، هغه ډلې چې دبل په اشاره خپل  خلک  وژني او هېواد ورانوي نور دې له دغو کړنو  لاس واخلي او له دغې باطلې لار ې دې  را وګرځي.
د کندوز والي عبدالجبار نعيمي غونډې ته وويل، له ديني عالمانو سره مشورې دیني پروګرامونه جوړول ددوى په لومړيتوبونو کې دى.

په پاى کې د حسن قرائت سیالۍ پر برخوالو او دغونډې په ګډونوالو د ولایت مقام له خوا برابرې شوې نغدې  پيسې او ځانګړې ډالۍ ووېشل شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.