ښرنه (پژواک، ٨ تله ٩٧): د پکتيکا امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت په مرکز او دوو ولسواليو کې د پوليسو په ليکو کې ٣٥٠ خيالي پولیس شته چې اړوندې چارې يې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال روغ لېوني د تلې په اوومه خبريالانو ته وويل چې په تېرو ١٥ ورځو کې يې په مرکز ښرنه، يوسف خېل او جاني خېلو ولسواليو کې د خيالي پوليسو په اړه پلټنې کړې دي.
د هغه په وينا، د دې پلټنو په ترڅ کې يې د پوليسو په ليکو کې ٤٥٠ خيالي پوليس موندلي چې ٢٠٠ يې په ملي پوليسو کې او ١٥٠ يې په سيمه ييزو پوليسو کې دي.
روغ لېونى وايي چې دغه خيالي پوليس په امنيې قوماندانۍ او قطعې منتظره پورې اړوند دي.
ده وويل: ((د دغه خيالي پوليسو معاشونه د حاکمو کړيو او قوماندانانو جېبونو ته ځي چې له خپل صلاحيت سره به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړم.))
نوموړى دا هم وويل چې د دغه ولايت يو شمېر پخواني امنيه قوماندانانو د امنيې قوماندانۍ يو شمېر وسلې او موټر هم له ځان سره وړي چې بايد بېرته يې تسليم کړي.
روغ لېوني په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ.
بلخوا يو کس چې غواړي نوم يې خپور نه شي، پژواک ته وويل چې د جاني خېلو ولسوالۍ په سيمه ييزو پوليسو کې دنده لري.
هغه وايي: ((يوه ورځ هم وظيفي ته نه يم تللى، خو معاش چې راځي نيم زه اخلم او نيم قوماندان ته ورکوم.))
نوموړي په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه خو زياته یې کړه چې د پوستو د سقوط لوى لامل د خيالي پوليسو شتون دى.
په دې اړه په ښرنه کې د مدني ټولنې يو غړي ثمرګل ثمر پژواک ته وويل چې د خيالي پوليسو شتون په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې ډېرې کړې دي.
ده وويل: ((دغه شان که خيالي پوليس پيدا شي او پر ځاى یې سم پوليس بېرته وګومارل شي، ډېر ژر به امنيتي وضعيت ښه شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن