ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار سوداګر: بانکونه ډالر نه را کوي

د کندهار سوداګر: بانکونه ډالر نه را کوي

author avatar
30 Sep 2018 - 18:45
د کندهار سوداګر: بانکونه ډالر نه را کوي
author avatar
30 Sep 2018 - 18:45

کندهار (پژواک، ۸ تله ۹۷): د کندهار سوداګر وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې بانکونه دوی ته ډالر نه ورکوي چې دغې ستونزې د دوی کاروبار زیانمن کړی دی.

د کندهار د سوداګرۍ خونې ريیس حاجي نصرالله زهیر او څو تنو سوداګرو دغه څرګندونې په خبري غونډه کې وکړې.

حاجي نصر الله زهیر وویل، شاوخوا یوه میاشت کېږي چې سوداګر د صادراتو په برخه کې له بانکونو سره ستونزه لري.

ده زیاته کړه، هغه سوداګر چې بهر ته مېوه او نور توکي صادروي، په بدل کې به یې تر لاسه شوې پیسې او یا جنس بېرته افغانستان ته راوړي.

خو دی وايي، کله چې سوداګر په بهرنیو هېوادونو کې د خپلو مالونو تر پلورلو وروسته تر لاسه شوې پیسې د افغانستان د بانکونو له لارې لېږدوي، نو دلته بانکونه ډالر نه ورکوي.

ده زیاته کړه: ((هر سوداګر په خصوصي بانکونو کې د لکونو او میلیونونو ډالرو اکاونټونه لري، که کوم سوداګر د اړتیا پر مهال وغواړي خپلې پیسې وباسي، نو بانکونه ډالر نه ورکوي، په بدل کې یې افغانۍ ورکوي چې هغه هم هر ډالر یوه افغانۍ کم حسابوي چې په دې توګه سوداګرو ته زیان رسېږي.))

دی وايي، هغه معلومات چې دی یې لري، بانکونه ځکه دا کار کوي چې ګواکې دا ډالر ایران ته قاچاق کېږي.

خو د ده په خبره، دا د حکومت مسوولیت دی چې ایران ته د ډالرو د قاچاق مخنیوی وکړي، نه دا چې دوی سوداګرو ته خپل ډالر نه ورکوي.

ده څرګنده کړه چې په اصل کې دغه ستونزه د افغانستان بانک جوړه کړې ده، ځکه ټولو خصوصي بانکونو ته همدوی جواز ورکړی دی او خصوصي بانکونه ډالر له افغانستان بانک څخه اخلي.

دی وايي، دا چې اوس په کندهار کې د مېوو د حاصلاتو وخت دی او دغه ټولې مېوې پاکستان، هندوستان او نورو هېوادونو ته وړل کېږي، د صادراتو دغه بهیر یې سخت زیانمن کړی دی.

د ده په خبره، په اصل کې دغه ستونزه د افغانستان بانک جوړه کړې ده چې تجارتي بانکونو ته ډالر نه ورکوي.

نوموړی له مرکزي ادارې د دغې ستونزې حل غواړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.