ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: د طالبانو لپاره تر ټولو ساده لاره د سولې خبرې دي

ناټو: د طالبانو لپاره تر ټولو ساده لاره د سولې خبرې دي

author avatar
30 Sep 2018 - 14:53
ناټو: د طالبانو لپاره تر ټولو ساده لاره د سولې خبرې دي
author avatar
30 Sep 2018 - 14:53

کابل (پژواک، ٨ تله ٩٧) : په افغانستان کې د ناټو نوى قوماندان وايي چې طالبان دې د بهرنيو ځواکونو وتلو ته انتظار نه باسي، د هغوى لپاره تر ټولو ساده لاره د سولې خبرې دي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو نوي قوماندان جنرال سکاټ مېلر دغه څرګندونې د پولينډ په پلازمېنه وارسا کې د ناټو د نظامي کمېسيون د درې ورځنۍ غونډې په څنډه کې له خبريالانو سره کړې دي.

هغه زياته کړې چې طالبان دې ژر تر ژره د سولې خبرو ته اماده شي او دې ته نه په تمه کېږي چې امريکايي او نور نړيوال ځواکونه دې له افغانستان څخه ووځي.

د نوموړي په وينا، ناټو او متحدين يې له اوږدې مودې راهيسې په افغانستان کې دي، څو دغه هېواد يو ځل بيا د ترهګرو پر خوندي ځالې بدل نه شي.

جنرال مېلر ويلي،د افغان شخړې تر ټولو ښه او ساده لاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې دي.

ده زياته کړې : (( د روانې جګړې ١٧ کاله وشول، طالبان دې ته نه ګوري چې ناټو او متحدين يې کله وځي.))

جنرال مېلر د افغان ځواکونو او په ځانګړې توګه د افغان هوايي ځواک پر ښې روزنې ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د افغانستان له ګاونډيانو د ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ناټو قوماندان وايي چې داعش، القاعده او د نورو ترهګرو ډلو لپاره په افغانستان کې ځاى نشته ، ناټو او افغان ځواکونه ددوى د مفکورې د پاکولو په هڅو کې دي.

ده زياته کړې :(( په افغانستان کې مېشت نړيوال ځواکونه بايد پر دې پوه شي، چې ولې دلته مېشت دي، دوى د خپلو هېوادوالو د خوندي توب لپاره دلته دي.))

د هغه په وينا، د ناټو په چوکاټ کې هر هېواد خپلې موخې لري  او ناټو هم خپلې موخې لري، خو د ټولو ګډه موخه داده چې خپل خلک خوندي کړي.

هغه وويل،القاعدې هغه مهال پر امريکا بريد وکړ چې په افغانستان کې يې خوندي ځالې لرلې او طالبانو يې ملاتړ کړى و.

جنرال مېلر وايي چې په تېرو ١٧کلونو کې ناټو او متحدينو خپل سلګونه سرتېري په افغانستان کې له لاسه ورکړي دي، دا يواځې د امريکا ستونزه نه ده، بلکې د ټولو ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.