ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شمال کې مهم امنيتي چارواکي بدل شول

په شمال کې مهم امنيتي چارواکي بدل شول

author avatar
30 Sep 2018 - 11:06
په شمال کې مهم امنيتي چارواکي بدل شول
author avatar
30 Sep 2018 - 11:06

مزار شريف( پژواک، ۸ تله ۹۷): په شمال کې د عامه نظم او سرحدي پوليسو قوماندانيو ته نوي قوماندانان وټاکل شول.

ډګروال ذبيح الله غورځنګ بلخ ولايت کې د شمال زون د عامه نظم د اوومې لوا د نوي قوماندان په توګه وټاکل شو، نوموړي له دې وړاندې بغلان ولايت کې د عامه نظم د قوماندانۍ مسووليت پر غاړه درلود.

له دې سره شمال زون کې د عامه نظم پخوانی قوماندان جنرال حسيب الله قريشي د سرحدي پوليسو د عمومي قوماندانۍ د درستيزوال په توګه ټاکل شوی دی.

په ورته وخت کې ډګروال محمد جان محمد شمال زون کې د سرحدي ځواکونو د شپږمې لوا د نوي قوماندان په توګه خپل کار پيل کړ.

نوموړی له دې وړاندې زابل ولايت کې د عامه نظم د کنډک قوماندان پاتې شوی و.

د وسله والو ځواکونو د ستردريز قوماندانۍ رييس ارکان ډګرجنرال حبيب الله حصاري شمال زون کې د يادو قوماندانيو د معرفي کېدو په مراسمو کې وويل چې تغيير او تبديل د ښې حکومتولۍ د تطبيق لپاره مهم ګام دی.

نوموړي زياته کړه، دفاع وزارت ته د سرحدي پوليسو او عامه نظم ځواکونو د مسووليتونو سپارلو سره به هڅه دا وي  چې  نظامي ځواکونه سره منسجم او همغږي شي.

په شمال کې د عامه نظم او سرحدي پوليسو نويو ټاکل شويو قوماندانانو هم ډاډ ورکړ چې د شمال ولايتونو د امنيت ښه کېدو لپاره به جدي هڅې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.