غزني ښار (پژواک، ٩ تله ٩٧): د نهو مياشتو په تېرېدو سره لا هم د غزني ښار ډېرو سيمو ته وارداتي برېښنا نه ده رسېدلې چې اوسېدونکي یې له ستونزو سره مخ دي او وايي چې د ډېزلي برېښنا د پېرلو توان نه لري.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني ښار د توحيد اباد سيمې اوسېدونکي وحيدالله د تلې په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نهو مياشتو په تېرېدو سره لا هم دوى ته وارداتي برېښنا نه ده رسېدلې.
هغه وايي: ((موږ ته تر اوسه دولتي برېښنا نه ده راکړل شوې، شخصي برېښنا کيلوواټ موږ په ٥٠ افغانۍ اخلو چې دا زموږ لپاره ډېرې زياتې پيسې دي.))
دغه راز د غزني ښار د اربابا سيمې اوسېدونکي سردارمحمد پژواک ته وويل چې دوى هم تر اوسه برېښنا نه ده ترلاسه کړې.
هغه وايي: ((زموږ په سيمه کې هم خلک يا له سولري او يا هم له ډېزلي برېښنا استفاده کوي چې ډېزلي برېښنا موږ ته ډېره ګرانه پريوځي.))
د سردارمحمد د معلوماتو له مخې، غزني کې دا مهال يو کيلو واټ دولتي برېښنا د کورونو لپاره په اووه افغانۍ او د سوداګريزو مارکېټونو لپاره په ١٦ افغانۍ ده.
همدارنګه د غزني د ولايتي شورا غړي نصيراحمد فقيري د برېښنا پر شرکت تور پورې کړ چې په دې موده کې نه دی توانېدلى د غزني ښار ټولو سيمو ته برېښنا ورسوي.
هغه وايي: ((خلک په سخت مشکل دي، وارداتي برېښنا ټولو ته نه ده رسېدلى، ځيني کسان شخصي برېښنا اخلي نور زياتره خلک برېښنا نه لري.))
دغه راز د غزني د سوداګرۍ خونې رييس عبدالمتين قلندري پژواک ته وويل چې تر اوسه په دغه ولايت کې د برېښنا د وېش لپاره فعاله شبکه نشته.
هغه زياته کړه: ((که ټولو خلکو ته وارداتي برېښنا ورکړل شي، ډېره ښه ده؛ ځکه خلک به له لوړ مصرف څخه خلاص شي او په دغه کار سره به د خلکو اقتصاد هم پرمختګ وکړي.))
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د غزني ولايت د برېښنا رييس جان محمد نوري پژواک ته وويل چې د امکاناتو د کمښت له امله يې ځينو سيمو ته برېښنا نه ده ورکړې.
ده زياته کړه: ((دا ډېر سخت کار دى چې په لږو امکاناتو په څو مياشتو کې موږ د غزني ښار ټولو سيمو ته برېښنا ورکړو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن