ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په لسو ولسواليو کې له لمريزې برېښنا د اوبو رسولو شبکې جوړېږي

د ننګرهار په لسو ولسواليو کې له لمريزې برېښنا د اوبو رسولو شبکې جوړېږي

author avatar
1 Oct 2018 - 16:22
د ننګرهار په لسو ولسواليو کې له لمريزې برېښنا د اوبو رسولو شبکې جوړېږي
author avatar
1 Oct 2018 - 16:22

جلال اباد (پژواک، ۹ تله ۹۷): د کليو پراختيا رياست له لوري د ننګرهار په لسو ولسواليو کې د ۶۲ ميليونه افغانيو په لګښت د لمريزې برېښنا په واسطه د اوبو رسولو ۱۶ شبکې جوړېږي.

دغه پروژې د تلې په ۹مه د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر کې د کليو د پراختيا رييس او د ولسواليو د کليوالي شوراګانو د مسوولينو ترمنځ لاسليک شوې.

ننګرهار مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند د دې هوکړه لیکونو د لاسلیک وروسته رسنیو ته وویل، د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې په چوکاټ کې د اوبو رسونې پروګرام له لوري د ۶۲ اعشاريه دوه میلیونه افغانیو په لګښت په لس ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا او اوبو رسونې ۱۶ شبکې جوړېږي.

هغه زیاته کړه،د دې پروژو په بشپړېدو سره به شاوخوا ۵۶۰۰ کورنیو ته د لمریزې برېښنا په وسیله په عصري بڼه د اوبو رسونې سهولت برابر شي .

د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې ريیس وویل، یادې پروژې له ولایتي بودجې وزارت او یونېسيف ادارو په همکارۍ تمویلیږي، چې په کې سل د پاکو اوبو څاه ګانې او پنځلس د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو رسونې شبکې شامل دي،چې د څلورو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

هغه زیاته کړه، یادې پروژې به په پچیراګام، خوږیاڼو، ګوشتې، هسکه مېنه، سره رود، چپرهار، مومنددرې، سپين غر، ښېوې، بټي کوټ، نازیان، اچین، کامې او بهسودو ولسوالیو کې پلي شي.

د ولسوالیو د کلیوالي شوراګانو په استازیتوب حاجي صادق وويل، په لرو پرتو ولسوالیو کې د پاکو اوبو رسونې شبکو په جوړېدو سره به کليوالي خلک د اوبو په برخه کې له موجوده ستونزو خلاص شي.

دی وايي، اوسمهال د دغو ولسواليو خلک د څښاک پاکو اوبو په برخه کې ګڼې ستونزې لري، چې هم ورته په اسانۍ اوبه نه پيدا کېږي او هم خپله خلک د اوبو لپاره د څاګانو د کېندولو توان نه لري.

د کليو پراختيا رياست د معلوماتو له مخې ټاکل شوې ډیر ژر د ننګرهار يو شمېر نورو ولسواليو کې هم ورته پروژې پلې شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.