کابل (پژواک،٩ تله ٩٧): د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې د یادې جرګې ځيني نوماندان له دولتي امکاناتو استفاده کوي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید دې ستونزې ته متوجه شي.
د پژواک د هغه راپور له مخې چې څو ورځې مخکې خپور شو د لوړپوړو حکومتي چارواکو سلګونه دوستانو د ولسي جرګې لپاره ځانونه نوماند کړي او یو شمېر نوماندان اندېښمن دي چې له دولتي امکاناتو به د دوستانو په ګټه استفاده وشي.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې هم د دې جرګې یو شمېر غړو په دې اړه اندېښنه ښکاره کړه.
په ولسي جرګه کې د میدان وردګو د خلکو استازي غلام حسین ناصري د کوم کاندید له نوم اخیستو پرته وویل چې د ځینو کاندیدانو په ګټه په عملي ډول له دولتي امکاناتو استفاده پیل شوې ده.
نوموړي د کاندیدانو په ټاکنیزو کمپاینونو کې له دولتي امکاناتو ګټه اخیستل د قانون خلاف او د نورو نوماندانو په وړاندې تبعیض وباله او د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه یې وغوښتل چې درغلیو او د ځینو کاندیدانو په ګټه له دولتي امکانو څخه استفاده کولو ته پاملرنه وکړي.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي غلام فاروق مجروح هم وویل: ((همدا اوس ځيني کاندیدان له دولتي موټرو او نورو امکاناتو څخه د ځان په ګټه استفاده کوي.))
د جوزجان د خلکو استازي عبدالستار درزابي په ډې اړه وویل: ((په ټاکنیزو مباروز کې له دولتي امکاناتو څخه هر ډول استفاده له ټاکنیز قانون څخه سرغړونه ګڼل کېږي او دا د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون دنده ده چې د دا ډول استفادې مخنیوی وکړي.))
په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازي عبدالستار خواصي له جزیاتو پرته وویل چې حکومت او په کابل کې ځينې سفارتونه هڅه کوي چې په راتلوونکې ولسي جرګه کې خپل استازي ولري.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي د ځینې کاندیدانو لخوا د دولتي امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې په اړه د وکیلانو د خبرو په تایید د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه وغوښتل چې په بې طرفانه توګه د کاندیدانو ټاکنیزې مبارزې وڅېړي.
د روان کال د تلې په شپږمه د ولسی جرګې د کاندیدانو ټاکنیزې مبارزې په عملي ډول پیل شوې او د دغه جرګې ټاکنې به د تلې په ۲۸ مه ترسره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن