کندوزښار (پژواک، ٩ تله ٩٧): د کندوز د ترانسپورټ رياست چارواکي وايي چې سږ کال د دغه رياست د عوايدو کچه د تېر کال په پرتله ٤٤ سلنه لوړه شوې ده.
دغه څرګندونې د کندوز د ترانسپورټ رييس سيد جواد جلالي د تلې په نهمه خبريالانو ته وکړې.
هغه وويل چې د تېر کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د دغه رياست د عوايدو کچه اته ميليونه افغانۍ وې خو سږ کال ١٣ ميليونو ته لوړه شوې ده.
هغه زياته کړه: ((زموږ د عوايد کچه سږ کال ٤٤ سلنه لوړه شوې ده.))
ده وويل چې د عوايدو لوړوالي عمده لاملونه د اداري فساد پر وړاندې جدي مبازره، د مسلکي کسانو ګومارل او د مراجعينو چارو ته په وخت رسېدنه ده.
دى وايي: ((زه د کندوز خلکو ته اطمينان ورکوم چې موږ کوښښ کوو، څو د کال تر پايه د عوايدو کچه نوره هم لوړه شي.))
بل لور ته د کندوز ولايتي شورا غړي توريال کاکړ پژواک ته وويل چې د اداري فساد پر وړاندې هلې ځلې بايد نورې هم ګړندۍ شي.
کاکړ وايي: ((په دولتي ادارو کې بايد جدي اصلاحات راشي او د فساد مخه ونيول شي څو د عوايدو کچه لوړه شي او دا چې د ترانسپورټ رياست د عوايدو کچه لوړه شوې، ډېره ښه خبره ده، موږ يې ستايو.))
بلخوا د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په دولتي دوايرو کې له اداري فساد سره جدي مبارزه روانه ده.
هغه وايي: ((ښه مثال يې د ترانسپورټ رياست دى چې هلته د اداري فساد پر وړاندې مبارزه د دې لامل شوه چې د عوايدو کچه ډېره لوړه شي.))
داسې مهال د کندوز د ترانسپورټ رياست د عوايدو لوړوالي په اړه څرګندونې کېږي چې دغه ولايت د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې په تېرو درېيو کلونو کې يې دوه ځلې د وسله والو طالبانو په لاس سقوط کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن