ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر ټاکنيزو موخو بريدونو کې ٣٢١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پر ټاکنيزو موخو بريدونو کې ٣٢١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
2 Oct 2018 - 16:14
پر ټاکنيزو موخو بريدونو کې ٣٢١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
2 Oct 2018 - 16:14

کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٧): له نومليکنې تر ټاکنيزو سياليو، پر ټاکنيزو مرکزونو او نوماندانو په ٢٨ بريدونو کې د څلورو نوماندانو په ګډون ١٢٧ کسان وژل شوي او د يو نوماند په ګډون ١٩٤ نور ټپيان شوي دي.

د ولسي جرګې ټاکنې د روانې (تلې) مياشتې په ٢٨مه ترسره کېږي؛ د دغو ټاکنو لپاره د رايو ورکوونکو او نوماندانو نوم ليکنه د وري په ٢٥مه پيل شوه او نورو پړاوونو يې د تلې تر پنځمې دوام وکړ.

په دې موده کې د پژواک خبري اژانس د راپورونو له مخې، د پلازمېنې کابل په ګډون په ١٣ ولايتونو کې پر ټاکنيزو مرکزونو او يو شمېر نوماندانو ٢٨ وسله وال بريدونه شوي.

د دغو بریدونو په وژل شوو کې ولسي جرګې ته نوماند شوي څلور کسان او په ټپيانو کې له نوماندانو څخه يو کس شامل دي.

له کابل نه ولسي جرګې ته نوماند جلال الدين صالحي او له پروان څخه دې جرګې ته نوماند مولوي نيازى کابل کې، د هندوانو له حوزې نه يادې جرګې ته نوماند اوتارسینګ په ننګرهار کې او له کندهاره دې جرګې ته نوماند محمد ناصر مبارز  په کندهار کې په بريدونو کې وژل شوي دي.

خو له کابل څخه ولسي جرګې ته نوماند بيدار ځاځى په کابل کې د وسله والو کسانو په يوه بريد کې ټپي شوى و.

په ټوله کې په وژل شوو کې ٩٥ ملکيان، ١٠ بريد کوونکي او ٢٢ امنيتي ځواکونه او په ټپيانو کې ١٧٠ ملکي وګړي، دوه بريد کوونکي او ٢٢ امنيتي ځواکونه شامل دي.

د سياسي چارو شنونکى مطيع الله خروټى په کابل کې د يادو بريدونو د ډېروالي په اړه وايي، هغه کړۍ چې غواړي پر ټاکنيزو موخو بريدونو وکړي، کابل ځکه تر نورو ولايتونو ډېر خپل هدف ګرځوي چې دلته د نورو ولايتونو په پرتله له يوې خوا د نوماندانو شمېر ډېر (٨٠٤ تنه ) دى او له بلې خوا ټاکنيزې چارې له مرکز نه اداره کېږي.

دى وايي، په ننګرهار کې دا ډول بريدونه ځکه ډېر دي چې دغه ولايت د ډيورند کرښې ته څېرمه پروت دى او د دولت وسله وال مخالفين د ډيورند کرښې له هغې غاړي اسانه اکمالات کوي او بريدونه تنظيمولاى شي.

هغه دغه راز وويل چې ننګرهار کې زورواکي شتون لري او غواړي چې په داسې بريدونو سره خپل سيالان وځپي.

دا په داسې حال ده چې د يادو بريدونو مرګ ژوبله بيا تر ننګرهار په کابل، خوست او بادغيس کې ډېره ده.

په کابل کې مرګ ژوبله ځکه د نورو ولايتونو په پرتله ډېره لوړه ده چې داعش ډلې د غويي په دويمه، د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې د ټاکنو لپاره د تذکرو د وېش پر يو مرکز ځانمرګى بريد وکړ چې له امله يې ٦٩ تنه ووژل او ١٢٠ نور ټپيان شول. د دغه بريد د وژل شوو او ټپيانو ډېری ملکي وګړي وو.

شنونکى وايي چې د داعش موخه له دغه بريده څه ده، په داسې حال کې چې نږدې ټول وژل شوي او ټپيان يې ملکي وګړي دي؟ ايا موخه يې د ټاکنو پروسې ته ستونزې جوړول دي او که بله موخه لري؟

د سياسي چارو شنونکى خروټى وايي، د دغه بريد يوه موخه په ټاکنيز بهير کې ستونزې جوړول دي، خو بله موخه يې دا ده چې غواړي هزاره قوم هدف وګرځوي؛ ځکه چې د ده په وينا، د افغانستان ځيني هزاره ګان په سوريه کې د داعش ډلې پر ضد جنګېدلي او داعش غواړي چې په افغانستان کې ترې غچ واخلي.

خروټى وايي: “دا هغه کښت دى چې محقق په سوريه کې کړى او تلفات يې زموږ هزاره خويندو وروڼو ته اوړي.”

د افغانستان د حکومت اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق تېر کال په ليندۍ مياشت کې ايران کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال، له هغو افغان جنګيالو چې په سوريه او عراق کې د داعش ډلې پر وړاندې جنګېدلي، ستاينه کړې وه او د فاطميون ډلې مشر يې د اسلام سردار بللى و.

يواځې په کابل کې نه، بلکې د يادو ټولو ٢٨ بريدونو ډېر وژل شوي او ټپيان ملکي وګړي دي.

پر ملکي موخو له يادو ٢٨ بريدونو د ۲۵ مسووليت چا پر غاړه نه دى اخیستى.

د راپورونو له مخې، له يادو بريدونو د کابل په دشت برچي کې د ټاکنو لپاره د تذکرو د وېش پر مرکز بريد چې تر ټولو خونړى و او دغه راز په ننګرهار کې د هغه بريد مسووليت چې له وژل شوو کسانو يې يو د ولسي جرګې نوماند (اوتارسنګ) و، د داعش ډلې کړي دي.

دغه راز په سمنګانو او بادغيس کې د دوو نورو بريدونو مسووليت چې نهه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه، وسله والو طالبانو اخیستى و.

د راپورونو له مخې، د کابل په شکر دره کې هغه بريد دولتي ځواکونو کړى چې د ولسي جرګې نوماند جلال الدين صالحي په کې ووژل شو، خو د پاتې نورو يادو بريدونو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخیستى.

د سياسي چارو شنونکى خروټى وايي، له دې نه چې د يادو ډېرو بريدونو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخیستى، ښکاري چې ياد ډېر بريدونه د دولت وسله والو مخالفينو نه دي کړي.

د ده په وينا، په دغو بريدونو کې د ځمکو غاصبان، ټوپک سالاران او هغه کسان لاس لري چې په اند يې د ټاکنو په ترسره کېدو سره خپلې ګټې له لاسه ورکوي.

پژواک خبري اژانس بيا، بيا هڅه وکړه چې د يادو بريدونو په اړه د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر سره خبرې وکړي، خو اړيکه يې ځواب نه کړه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.