کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٧): د هلمند د ناد علي ولسوالۍ د ملي امنيت سرپرست د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د دغه ولايت د ملي امنيت رياست يوې سرچينې د تلې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د ناد علي ولسوالۍ د لوى مانده په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې د ملي امنيت ځواکونو باندې د عملياتو پر مهال چاودنه وشوه چې له امله يې د ولسوالۍ د ملي امنيت سرپرست مير احمد ووژل شو.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن