ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فاریاب کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فاریاب کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
2 Oct 2018 - 15:38
په فاریاب کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
2 Oct 2018 - 15:38

میمنه (پژواک، ١٠ تله ٩٧): سرچینې وايي چې د فاریاب په پښتونکوټ او خواجه سبزپوش ولسوالیو کې د درېیو جلا پېښو په ترڅ کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو پولیسو یاد خبر رد کړی او ویلي یې دي چې د ماین په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او درې لویان ټپیان دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي چې د دولتي ځواکونو د هاوان برید کې د یوه ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي او لس ټپیان دي.

د پښتونکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((تېره ورځ د طالبانو او امنیتي سرتېرو ترمنځ نښته وشوه، زموږ په کور کې یو هاوان ولګېد چې له امله یې زما خاله او یوه پنځه کلنه لور ووژل شول.))

لس کلن خال محمد چې د میمنې په روغتون کې بستر دی وویل، تېره ورځ له غرمې وروسته د حکومتي ځواکونو د هاوان مرمۍ د دوی په کور ولګېده  چې زما په ګډون په کې څلور کسان ټپیان او دوه نور ووژل شول.

د میمنې روغتون د بېړنیو خدماتو برخې موظف، ډاکتر ادریس د خال محمد روغتیايي وضعیت نازک بولي خو د درېیو نورو ټپيانو روغتیايي وضعیت بیا د ډاډ وړ ګڼي.

د خواجه سبزپوش ولسوال میرویس سیدزوی وویل، یادو کسانو ته د دوو لورو ترمنځ په نښته کې تلفات اوښتي دي.

امنیتي او دولتي سرچینو له یادو پېښو ناخبري ښودلې دي.

خو د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو له وړاندې د دوی تر واک لاندې د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په بادغېسي کلي کې امنیتي ځواکونو ته ماین ځای پر ځای کړی و چې له سیمې څخه د څلورو ملکي وګړو د تېرېدو پر مهال یې تېره ورځ چاودنه کړې او یو اته کلن ماشوم یې وژلی او درې کسان ټپیان دي.

په پښتونکوټ کې د طالبانو یوه قوماندان پژواک ته وویل، د هاوان دغه مرمۍ د پاڅون کوونکو پولیسو د قوماندان غلام محمد د کسانو او هغه کومانډو ځواکونو لخوا ویشتل شوې چې له تېر یوه  کال راهیسې په سرحوض سیمه کې کلابند دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.