ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د بېځایه شوو مېشتغالو کې ماشومان په ناوړه حالت کې ژوند تېروي

په کابل کې د بېځایه شوو مېشتغالو کې ماشومان په ناوړه حالت کې ژوند تېروي

author avatar
2 Oct 2018 - 20:05
په کابل کې د بېځایه شوو مېشتغالو کې ماشومان په ناوړه حالت کې ژوند تېروي
author avatar
2 Oct 2018 - 20:05

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۹۷): یو شمېر بېځایه شوي ماشومان له ناوړه اقتصادي حالته چې دوی یې سختو او د واټونو پر سر کارونو  ته اړ ایستلي، شکایت کوي او له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې د کورنیو مشرانو ته یې کاري فرصتونه رامنځته کړي.

شاوخوا ۵۰ داخلي بېځایه شوو ماشومانو نن د ماشومانو غږ پروګرام کې چې د افغان ماشومانو لپاره د سرکس ښوونیزو دفتر (ACC) په نوښت په کابل کې جوړ شوی و، ګډون وکړ.

دغه کمپایني پروګرام چې یوه اونۍ مخکې د «ماشوم باید ماشوم وي» تر عنوان لاندې جوړ شوى و، په مېشتغالو کې د ماشومانو په ستونزو بحث کوي.

د څلورمې تصدۍ د مېشتغالو اوسېدونکې او د پنځم صنف زده کوونکې ذوالحجې وویل، په مېشتغالو کې ماشومان له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، زده کړو، د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي مرکزونو ته نه لاسرسى، د درنو کارونو ترسره کول او له وخت مخکې ودونو ته د ماشومانو اړ ایستل هغه ستونزې دي چې د بېځایه شوو په مېشتغالو کې ماشومان ورسره لاس و ګرېوان دي.

هغې د اندېښنې په څرګندولو وویل، پلار یې څه موده مخکې روغتیايي مرکز ته د نه لاسرسي له امله ژوند له لاسه ورکړ او سږ کال له دې امله په ښوونځي کې ناکامه شوې چې مور یې ناروغه ده او پلار یې مړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: ((زموږ ژمى ډېر په سختۍ تېرېږي، د سون مواد نه لرو، کور مو څڅېږي او نمجن کېږي، ټول د پښو درد لرو، ورور مې کاغذونه ټولوي، مور مې د خلکو ډوډۍ پخوي او زموږ لپاره پیسې پيدا کوي، خو دا پیسې زموږ د ژوند اړتیاوې نه شي پوره کولای.))

هغه چې غواړي په راتلونکې کې ډاکتره شي، وویل: ((هره ورځ د ګاونډي کور وینم چې برېښنا لري، افسوس کوم چې کاش موږ هم برېښنا درلودای چې شپه مو درس ویلای او اول نمره شوې وای او خپلو هیلو ته چې ډاکتر کېدل دي، رسېدلای.))

د افغان ماشومانو د ښوونیز او روزنيز سرکس مسوول خلیل الله حمید وویل، ماشومان په خېمو کې زده کړو ته لاسرسی نه لري او ان د دغو ماشومانو لپاره کوم تفریحي ځاى نشته.

نوموړي زیاته کړه چې د دغو خېمو ماشومان تل په درنو کارونو بوخت دي، په ماشومتوب کې واده ته مجبورېږي، په کورونو کې په نجونو ډېر کارونه کېږي، د ژمي لپاره د سون مواد هم په ماشومانو راټولېږي.

دى وايي: ((له ۲۰۰۲ کال راهیسې د سرکس ښوونیز، تفریحي، ټولنیز او ورزشي پروګرامونه لرو، تر څو دا ماشومان داسې احساس ونه کړي چې په سړه هوا کې له هېڅ ډول امکاناتو پرته ژوند کوي.))

د هغه په خبره، په کابل ښار کې له ۵۰ ډېر مېشتغالي موجود دي چې په هر يوه کې له ۸۰ ډېر ماشومان له دوی سره په زده کړو بوخت دي.

هغه وویل، په دې اونۍ کې یې ټول هغه دولتي او خصوصي مسوولین چې د ماشومانو په برخه کې کار کوي، راټول کړي و تر څو یې ستونزې واوري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.