ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې پر اووه کلن هلک جنسي تېری شوی

په جوزجان کې پر اووه کلن هلک جنسي تېری شوی

author avatar
3 Oct 2018 - 17:06
په جوزجان کې پر اووه کلن هلک جنسي تېری شوی
author avatar
3 Oct 2018 - 17:06

شبرغان (پژواک، ١١ تله ٩٧): د جوزجان یو اوسېدونکی ادعا کوي چې په اووه کلن زوی یې یوه ځوان جنسي تېری کړی او وایي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې یې بېلابېلو ادارو ته مراجعه کړې خو چا یې غږ نه دی اورېدلی.

د کندوز ولایت د چهار درې ولسوالۍ ۵۰ کلن عبدالباقي چې د جګړې له امله یې کور پرېيښی دی او جوزجان ولایت ته یې پناه راوړې وویل: ((تېره ورځ مې د موبایل جوړېدو لپاره زوی بازار ته لېږلی و، د ښار له یوې لارې د تېرېدو پر مهال یوه کس لومړی تښتولی او وروسته یې پرې جنسي تېری کړی دی.))

د هغه په خبره، دغه سړي یې زوی له جنسي تېري وروسته پر چاقو وېرولی او ټيلېفون یې ترې اخیستی دی.

نوموړي زیاته کړه: ((تېره ورځ له پېښې وروسته د ملي امنیت ریاست ته ولاړم او دوی د ولایت مقام ته ولېږلم، کله چې ولایت ته ولاړم موضوع يې سبا ته وځنډوله او نن یې امنیې قوماندانۍ ته ولېږلم خو دلته څوک زما د حال پوښتنه نه کوي.))

نوموړي چې خپل شکایت ته د رسېدو لپاره امنیې قوماندانۍ ته راغلی و، وویل: ((نا مسوولو وسله والو مې په کندوز کې خور او لور ووژلې او زه د خپل ځان او اولاد ساتنې په موخه شبرغان ته راغلم او دلته مې پر زوی جنسي تېری وشو.))

نوموړي زیاته کړه چې که شکایت ته یې رسېدنه ونه شي د رسوايۍ او بدبختۍ بار نه شي اوچتولای او مجبور دی چې ځان وژنه وکړي.

هغه څرګنده کړه، په هغې سیمه کې بلد دی چې پر زوی یې جنسي تېری شوی او پر دې پوهېږي چې هغه کس چېرته دی چې د ده پر زوی یې جنسي تېری کړی، له امنیتي ارګانونو یې وغوښتل چې یاد کس دې ونیسي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال حاجي کمال الدین له دې قضيې په بې خبرۍ وویل: ((تر اوسه دې کس له خپل زوی سره موږ ته مراجعه نه ده کړې، هر کله چې دغه کس خپله غوښتنه امنیې قوماندانۍ ته وړاندې کړي، نو نسبتي قضيې ته به یې رسېدنه وشي.))

کله چې د پژواک خبریال د امنیت له امر څخه وپوښتل چې ولې د امنیې قوماندانۍ په احاطه کې د یاد کس تر ونو لاندې ناسته له جنایي جرمونو سره د مبارزې مديریت نادیده نیولې او سهار راهیسې یې شکایت ته رسېدنه نه ده کړې؟ هغه وویل: ((له جنایي جرمونو سره د مبارزې مديریت اداره د امنیې قوماندانۍ ډېره فعاله برخه ده، خو تر اوسه په دې اداره کې چا پر خپل ماشوم باندې د جنسي تېري په اړه شکایت نه دی ثبت کړی.))

هغه روښانه کړه، هر کله چې له داسې قضیې سره مخ شي د وخت له ضایع کولو پرته به ورته رسېدنه وشي.

په ورته وخت کې د جوزجان د والي ویاند لطف الله عزیزي پژواک ته وویل: ((کله چې د یاد کس پر زوی د جنسي تېري له قضیې څخه خبر شوم نو اړونده مسوولانو ته مې د قضيې د څېړنې امر وکړ.))

نوموړي روښانه کړه چې په لومړنیو مرحلو کې معلومه شوې چې هغه کس چې پر یاد ماشوم یې جنسي تېری کړی، معتاد دی خو تر اوسه نیول شوی نه دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.