د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تورخم کې د فساد په تور ۱۲ امنيتي منسوبين او د چلوونکو اتحاديو غړي نيول شوي

تورخم کې د فساد په تور ۱۲ امنيتي منسوبين او د چلوونکو اتحاديو غړي نيول شوي

Oct 03, 2018 - 13:57

جلال اباد (پژواک، ١١ تله ٩٧): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په تورخم کې يې د بار وړونکو موټرو او د فساد اړوند قضیو په تور ۱۲ امنیتي منسوبین او د موټر چلوونکو د اتحاديو غړي نيولي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي حیات الله حیات تورخم ښارګوټې ته د خپل سفر په ترڅ کې د بار وړونکو او نورو موټرو له مسوولینو او چلوونکو د پیسو اخیستنې او ځورونې په تور ۱۲ کسان نيولي دي.

دی وايي، په نيول شوو کسانو کې د تورخم کمیسارۍ  څلور منسوبین او د موټر چلوونکو اتحادیې ۸ غړي شامل دي.

 هغه زياتوي، د والي تر امر وروسته دغه کسان د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول او ژر به عدلي او قضایي ارګانونو ته د څېړنې په موخه وسپارل شي.

د ننګرهار والي چې تورخم ښارګوټې ته یې سفر کړی و، د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، په تورخم ښارګوټې کې د فساد کچه ټیټه شوې، خو په بشپړ ډول یې د له منځه وړو په موخه جدي هلې ځلې کوي.

هغه زیاته کړه، غواړي په تورخم ښارګوټې کې سوداګرو، موټرو چلوونکو او نورو هېوادوالو ته د قانون په چوکاټ کې اسانتياوې برابرې کړي، خو د کمیسارۍ اړوند د څلور منسوبینو له لوري ورته د موټر چلوونکو د ځورونې او  پیسو اخیستو په اړه ورسره په پرله پسې ډول معلومات شریک شول.

همدا راز په غیري قانوني ډول د موټر چلوونکو د اتحادیې په نوم د یو شمېر کسانو له لوري له موټرو څخه پیسې اخیستل کېدې.

په همدې حال کې په پېښور کې افغان کونسل معین مرستیال وایي چې د تورخم ښارګوټې له هغې خوا څخه پیل تر پېښوره پورې په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني امنیتي منسوبینو او نورو له لورې د افغان سوداګرو، موټر چلوونکو او نورو څخه په بېلابېلو نومونو غیر قانوني پیسې اخیستل کېږي .

هغه زیاته کړه چې یاده ستونزه یې په رسمي ډول له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې او هیله یې وښوده چې د ننګرهار د والي په څېر د فساد د مخنیوي په برخه کې پاکستاني چارواکي هم اقدام وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement