ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کډوالو او سوداګرو ستونزې په تورخم کې له پاکستاني چارواکو سره شريکې شوې

د کډوالو او سوداګرو ستونزې په تورخم کې له پاکستاني چارواکو سره شريکې شوې

author avatar
3 Oct 2018 - 13:53
د کډوالو او سوداګرو ستونزې په تورخم کې له پاکستاني چارواکو سره شريکې شوې
author avatar
3 Oct 2018 - 13:53

جلال اباد (پژواک، ۱۱ تله ۹۷): په پېښور کې افغان کونسلر جنرل وايي، تورخم او پېښور کې افغان مسافر، کډوال او سوداګر له ډېرو ستونزو سره مخ دي او دغه ستونزې يې په تورخم کې له پاکستاني چارواکو سره شريکې کړې.

معين مرستيال چې پرون د تلې په ۱۰مه د تورخم سرحدي ښارګوټي تللی و، د ننګرهار له والي حيات الله حيات سره يې د يو ګډ خبري کنفرانس پر مهال دا څرګندونې وکړې.

نوموړي زياته کړه، افغان سوداګر، پاکستان ته د تورخم له لارې تلونکي مسافر او هلته مېشت افغان کډوال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل چې دغه ستونزې يې پرون په تورخم کې له پاکستاني چارواکو سره شريکې کړې.

مرستیال وايي: ((د تورخم له لارې تلونکي مسافرو ته ستونزه دا ده چې په تورخم کې پاکستان غاړې ته پر پاسپورټونو د دخول ټاپې وهلو غرفې کمې دي او د خلکو شمېر ډير دی، په پېښور کې افغان مسافر او کډوال غير قانوني نيول کېږي، بنديان کېږي، په شپو ورځو ساتل کېږي، پيسې ترې اخيستل کېږي او پرې بېګار کار کېږي.))

معين مرستيال دغه راز د سوداګرو د ستونزو په تړاو وويل چې د افغان سوداګرو د تازه او وچو مېوو لارۍ په ورځو ورځو په تورخم کې انتظار ولاړې وي، ها خوا هم له افغان سوداګرو په بېلابېلو پاټکونو کې غير قانوني پيسې اخيستل کېږي.

دی وايي، دغه ټولې ستونزې يې په تورخم کې له پاکستاني چارواکو سره شريکې کړې او هم به يې په لويه کچه د دغه هېواد لوړ پوړو چارواکو ته هم ورسوي.

معين مرستيال په جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ تړل کېدو موضوع ته په اشارې سره وويل چې دوی په پېښور کې افغانستان ته د راتلونکو پاکستانيانو لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې کړې، خو پاکستاني چارواکو نه يوازې چې اسانتيا يې نه ده رامنځته کړې، بلکې کله چې افغان حکومت خپلو خلکو ته سهوليتونه برابرول، قونسلګري يې وتړله.

په عين حال کې د ننګرهار والي حيات الله حيات وويل، د دغه سفر پر مهال یې په تورخم ښارګوټې کې د کمیسارۍ، ښاروالۍ، ترانسپورټ، ګمرک، پاسپورټونو، افغانستان بانک، یو شمېر اتحادیو غړو او نورو سره ناستې او له اړوند ادارو څخه لیدنې وکړې.

دی زياتوي چې د دوی بېلابېلې ستونزې يې د حل په موخه له ځان سره يادښت کړې او په یو شمېر برخو کې یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې، همدا راز یې له یو شمېر عملي اقداماتو هم خبر ورکړ.

د ننګرهار والي هم په جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ د تړل کېدو په تړاو خبرې وکړې او يو ځل بيا يې ټينګار وکړ چې تر څو خلکو ته اسانتياوې نه وي برابرې شوې، دوی به د کونسلګرۍ بيا پرانيستل کېدل ونه مني.

پاکستان ته تلونکي کسان چې په تورخم ښارګوټي کې له پولې د تېرېدو لپاره انتظار ولاړ وو، هغوی هم د يو شمېر ستونزو يادونه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.