کابل (پژواک ١١ تله ٩٧): لسګونه د ملي پوليسو افسران روسيې هېواد ته د لوړو زده کړو په خاطر ځي.
په کابل کې په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د روسيې سفير الکساندر مانتيتسکي يادو ځواکونو سره په ليدنه کې وويل چې روسيه د افغانستان يو ښه همکار دى او له دې هېواد سره يې په تېرو ١٧ کلونو کې په اقتصادي، تخنيکي او پوځي برخو کې مرستې کړې دي.
ده زياته کړه، د خپلو ژمنو په دوام نن ورځ د ملي پوليسو ٤٠ تنه منسوبين چې پنځه تنه يې ښځې دي، په پوځي برخه کې د لوړو زده کړو ترلاسه کولو په خاطر په راتلونکو دوه درې ورځو کې روانېږي.
د هغه په وينا، له ٢٠١١زېږديز راپدېخوا ٢٢٠٠ افغان ځواکونه د لنډمهال او اوږدمهال زده کړو په موخه روسيې ته تللي دي.
نوموړي ژمنه کړه چې د افغانستان له کورنيو چارو وزارت سره به د پوځي سپکو تجهيزياتو په برخه کې مرسته وکړي.
د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک وويل، د هغې ژمنې پر اساس چې له روسيې سره يې لري، هر کال ٦٠ تنه پوليس چې ٤٠ ملي او ٢٠ نور سرحدي پوليس دي، د پوځي شپږو کلونو زده کړو لپاره روسيې ته ځي او نن ورځ ٤٠ ملي پوليس د جنايي چارو زده کړو ترلاسه کولو په خاطر دې هېواد ته روانېږي.
نوموړي له يادو شوو ځواکونو وغوښتل چې د زده کړې له دې فرصته سالمه استفاده وکړي او بېرته خپل هېواد ته د خدمت لپاره راستانه شي.
څارمن محمد هغه پوليس دى چې روسيې ته د زده کړې لپاره ځي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، تر يوې سيالۍ وروسته ٤٠ پوليس غوره شوي او په روسيه کې به د شپږو کلونو لپاره د جنايي چارو په برخه کې زده کړې وکړي.
د ده په وينا، دا يو فرصت دى چې له لارې يې کولاى شي خپلې وړتيا لوړې کړي او بيا د هغه ځاى له تجربو څخه په استفادې په خپل هېواد کې خدمت وکړي.
کريمې اکبري بيا پژواک ته وويل، د افغانستان پوليس د ظرفيت لوړولو او مسلکي کېدو په خاطر معياري زده کړو ته اړتيا لري او د دغه ډول پروګرامونو له لارې دغه اړتيا پوره کېداى شي.
هغه د اندېښنې په څرګندولو سره چې د پوليسو په ليکو کې د شته ښځينه پوليسو د زده کړې کچه ټيټه ده، وويل چې د دغه ډول بورسيو له لارې دې هغوى خپل د تحصيل ظرفيت لوړ کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن