ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له نوماندانو سره د نا مسوولو وسله والو پیدا کېدو د تالقان ښاریان اندېښمن کړي

له نوماندانو سره د نا مسوولو وسله والو پیدا کېدو د تالقان ښاریان اندېښمن کړي

author avatar
3 Oct 2018 - 15:35
له نوماندانو سره د نا مسوولو وسله والو پیدا کېدو د تالقان ښاریان اندېښمن کړي
author avatar
3 Oct 2018 - 15:35

تالقان (پژواک، ١١ تله ٩٧): د تخار د مرکز اوسېدونکي وايي چې د ټاکنيزو کمپاينونو له پيل سره سم په تالقانو ښار کې د تورو ښيښو په موټرو کې د نا مسوولو وسله والو ګرځېدل ډېر شوي چې له امله یې خلک اندېښمن دي.

شاوخوا يوه اوونې وړاندې د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو لپاره ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې چې شل ورځې به دوام ولري.

تخار ولايت په ولسي جرګه کې نهه څوکۍ لري چې د ١٢ ښځو په ګډون ٧٣ کسانو ورته ځانونه نوماند کړي دي.

خو د دغه ولايت اوسېدونکي وايي چې د نوماندانو ټاکنيزې سيالۍ له قانون سره سم نه دي او خلک يې له ستونزو سره مخ کوي.

په دې اړه په تالقانو کې د مدني ټولنې غړي محمد جلال سنا د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټاکنيزو سياليو له پيل وروسته په ښار کې د نا مسوولو وسله والو تګ راتګ ډېر شوى دى.

ده وويل: ((له يوې خوا په ښار کې غير مسوول وسله وال ډېر شوي، له بل پلوه کانديدانو په هر ځاى کې خپل عکسونه نصب کړي چې دا کار يې خلاف د اصولو دى.))

دغه راز د تالقانو ښار اوسېدونکي معراج الدين پژواک ته وويل چې د نوماندانو ساتونکي او پلويان په ښار کې د تورو ښيښو په موټرو کې له وسلو سره ګرځي او په لوړ غږ موسيقي هم اوري چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ده زياته کړه: ((تر اوسه کامياب شوي نه دي، خلکو ته يې دغسې مشکلات پيدا کړي، که دوى کامياب شي څه حال به جوړ کړي.))

همدارنګه د تالقانو ښار يوې ښوونکې نوريې پژواک ته وويل: ((ټول ښار کې د کانديدانو وسله وال کسان دي، په ښار کې يې يو ډول وحشت جوړ کړی، خلکو ته يې وېره پيدا کړې، حکومت يې بايد مخه ونيسي.))

د دغه ښار يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندوې وکړې.

بلخوا له تخار ولايته ولسي جرګې ته نوماندې رزم ارا حواش پژواک ته وويل چې له يو شمېر نوماندانو سره نا مسوول وسله وال ښکته پورته کېږي.

هغې د چا نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه: ((دغه کسان چې غير مسوول وسله لري، دوى بيا په حکومت کې هم کسان لري او ډېر په اسانه بيا کولاى شي چې د خپلې خوښې نوماند لپاره درغلي وکړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.