د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په جوزجان کې پر اووه کلن هلک جنسي تېری شوی

په جوزجان کې پر اووه کلن هلک جنسي تېری شوی

Oct 03, 2018 - 17:06

شبرغان (پژواک، ١١ تله ٩٧): د جوزجان یو اوسېدونکی ادعا کوي چې په اووه کلن زوی یې یوه ځوان جنسي تېری کړی او وایي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې یې بېلابېلو ادارو ته مراجعه کړې خو چا یې غږ نه دی اورېدلی.

د کندوز ولایت د چهار درې ولسوالۍ ۵۰ کلن عبدالباقي چې د جګړې له امله یې کور پرېيښی دی او جوزجان ولایت ته یې پناه راوړې وویل: ((تېره ورځ مې د موبایل جوړېدو لپاره زوی بازار ته لېږلی و، د ښار له یوې لارې د تېرېدو پر مهال یوه کس لومړی تښتولی او وروسته یې پرې جنسي تېری کړی دی.))

د هغه په خبره، دغه سړي یې زوی له جنسي تېري وروسته پر چاقو وېرولی او ټيلېفون یې ترې اخیستی دی.

نوموړي زیاته کړه: ((تېره ورځ له پېښې وروسته د ملي امنیت ریاست ته ولاړم او دوی د ولایت مقام ته ولېږلم، کله چې ولایت ته ولاړم موضوع يې سبا ته وځنډوله او نن یې امنیې قوماندانۍ ته ولېږلم خو دلته څوک زما د حال پوښتنه نه کوي.))

نوموړي چې خپل شکایت ته د رسېدو لپاره امنیې قوماندانۍ ته راغلی و، وویل: ((نا مسوولو وسله والو مې په کندوز کې خور او لور ووژلې او زه د خپل ځان او اولاد ساتنې په موخه شبرغان ته راغلم او دلته مې پر زوی جنسي تېری وشو.))

نوموړي زیاته کړه چې که شکایت ته یې رسېدنه ونه شي د رسوايۍ او بدبختۍ بار نه شي اوچتولای او مجبور دی چې ځان وژنه وکړي.

هغه څرګنده کړه، په هغې سیمه کې بلد دی چې پر زوی یې جنسي تېری شوی او پر دې پوهېږي چې هغه کس چېرته دی چې د ده پر زوی یې جنسي تېری کړی، له امنیتي ارګانونو یې وغوښتل چې یاد کس دې ونیسي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال حاجي کمال الدین له دې قضيې په بې خبرۍ وویل: ((تر اوسه دې کس له خپل زوی سره موږ ته مراجعه نه ده کړې، هر کله چې دغه کس خپله غوښتنه امنیې قوماندانۍ ته وړاندې کړي، نو نسبتي قضيې ته به یې رسېدنه وشي.))

کله چې د پژواک خبریال د امنیت له امر څخه وپوښتل چې ولې د امنیې قوماندانۍ په احاطه کې د یاد کس تر ونو لاندې ناسته له جنایي جرمونو سره د مبارزې مديریت نادیده نیولې او سهار راهیسې یې شکایت ته رسېدنه نه ده کړې؟ هغه وویل: ((له جنایي جرمونو سره د مبارزې مديریت اداره د امنیې قوماندانۍ ډېره فعاله برخه ده، خو تر اوسه په دې اداره کې چا پر خپل ماشوم باندې د جنسي تېري په اړه شکایت نه دی ثبت کړی.))

هغه روښانه کړه، هر کله چې له داسې قضیې سره مخ شي د وخت له ضایع کولو پرته به ورته رسېدنه وشي.

په ورته وخت کې د جوزجان د والي ویاند لطف الله عزیزي پژواک ته وویل: ((کله چې د یاد کس پر زوی د جنسي تېري له قضیې څخه خبر شوم نو اړونده مسوولانو ته مې د قضيې د څېړنې امر وکړ.))

نوموړي روښانه کړه چې په لومړنیو مرحلو کې معلومه شوې چې هغه کس چې پر یاد ماشوم یې جنسي تېری کړی، معتاد دی خو تر اوسه نیول شوی نه دی.

عزیزي زیاته کړه چې د قضيې لوری که هر څوک وي، قانوني چلند به ورسره وشي او کشفي او امنیتي ځواکونه یې د نیولو په لټه کې دي.

هغه وویل چې د قضيې عامل پېژندل شوی او یاد ماشوم هم د لازمو معایناتو لپاره عامې روغتیا ته لېږل شوی دی تر څو یاده قضیه په دقیق ډول وڅېړل شي.

د جوزجان د عامې روغتیا مرستیال ډاکتر فرید عزیزي وویل، دغه هلک تېره ورځ ډاکترانو معاینه کړی دی، د لازمو معایناتو تر ښکاره کېدو ورسته به ښکاره شي چې د هلک په مقعد کې ټپ موجود دی او د پرمختللو معایناتو لپاره مجهز طبي لابراتوار ته اړتیا ده چې په جوزجان ولایت کې دا ډول لابراتوار نشته.

نوموړي وویل: ((ماشوم د دویم ځل لپاره له جنايي جرمونو سره د مبارزې مسوولینو ته سپارل شوی چې نسبي دوسیه یې تر غور او څېړنې لاندې ونیول شي.))

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وري په میاشت کې  په شبرغان ښار کې څوارلس کلن هلک پر یوه درې کلن هلک جنسي تېری کړی و.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement