ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر موټر د سړک غاړې د ماین چاودنه شوې

په پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر موټر د سړک غاړې د ماین چاودنه شوې

author avatar
3 Oct 2018 - 14:09
په پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر موټر د سړک غاړې د ماین چاودنه شوې
author avatar
3 Oct 2018 - 14:09

 چاریکار (پژواک، ١١ تله ٩٨): د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ ولسوال وايي چې په دې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر موټر د سړک غاړې د ماین چاودنه شوې چې مرګ ژوبله نه لري، خو طالبانو په دې پېښه کې د پنځو کسانو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

د بګرام ولسوال سیف الله بېدار وویل، تېره شپه نهه بجې د نصري کلا سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر موټر داسې مهال د سړک غاړې د ماین چاودنه وشوه چې پر ګزمه بوخت وو.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو یوه لېږدوونکې  وسیله یې تخریب شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد وايي چې دغه ماین طالبانو ځای پر ځای کړی و او په دې چاودنه کې د امریکايي ځواکونو یو ټانک ویجاړ او پنځه امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.