ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان په دره صوف کې ۸ سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي

د سمنګان په دره صوف کې ۸ سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي

author avatar
4 Oct 2018 - 15:14
د سمنګان په دره صوف کې ۸ سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي
author avatar
4 Oct 2018 - 15:14

ایبک (پژواک، ١٢ تله٩٧): د سمنګان ولایت په دره صوف پايین ولسوالۍ کې پر امنیتي پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې ۱۶ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دره صوف پایین ولسوالۍ د مقصود سیمې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان الماس پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ د مقصود سیمې په بغلي کلي کې پر امنیتي پوسته برید کړی دی.

نوموړي وویل چې دغه برید تېره شپه ۱۰ بجې پیل او دوه ساعته یې دوام وکړ چې په پایله کې یې د قوماندان حاجي بایمیرداد په ګډون اته پولیس وژل شوي، اته نور ټپیان دي او د سیمه ییزو پولیسو پوستې سقوط کړی دی.

د یادې امنیتي سرچینې په خبره، له دغه برید وروسته لسګونه سیمه ییزو پولیسو او پاڅون کوونکو پر طالبانو برید وکړ او طالبان یې شا تګ ته اړ ایستل.

نوموړي د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

په ورته وخت کې د دره صوف پایین ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار منورشاه د بلغلي کلي پر امنیتي پوسته د طالبانو برید تایید کړ او ويې ویل چې په دې برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او د معلوماتو له مخې د تېرې شپې په نښته کې څلور طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

نوموړي د دره صوف پایین ولسوالۍ له امنیتي وضعیت څخه اندېښنه ښکاره کړه او ويې ویل، که د دغه ولایت چارواکي د طالبانو مرکزونه تخریب نه کړي په نېږدې راتلوونکې کې به د یادې ولسوالۍ مرکز له جدي امنیتي ګواښ سره مخ شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره میاشت د یادې ولسوالۍ په زیرکي او دایکنډي کلیو کې چې د بلغلي کلي په ګاونډ کې پراته دي پر امنیتي پوستو په دوه بېلو بریدونو کې ۲۴ سیمه ییز پولیس وژلي او ۲۵ یې ټپیان کړي و.

د یادونې ده، د دره صوف پایین ولسوالۍ له ۱۰ ډېر کلي د طالبانو تر واک لاندې دي او طالبان ځينې وخت د سیمې پر امنیتي پوستو بریدونه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.