ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې نمونوي لېسه جوړېږي

په خوست کې نمونوي لېسه جوړېږي

author avatar
4 Oct 2018 - 15:48
په خوست کې نمونوي لېسه جوړېږي
author avatar
4 Oct 2018 - 15:48

خوست ښار (پژواک، ۱۲ تله ۹۷): خوست کې د پوهنې بهير د چټکتيا او په دې برخه کې د ستونزو د هواري لپاره د يوې نمونوي لېسې د جوړېدو چارې پيل شوې.

دغه نمونوي لېسه چې د يوه کمپلېکس بڼه لري، د خوست ښار لوېديځ لور ته د حلقوي سړک پر غاړه د ازادي مېنې په ښارګوټي کې پر ۸ جريبه ځمکه د پوهنې وزارت په مالي لګښت جوړېږي.

د خوست والي حکم خان حبيبي د يادې لېسې د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دې نمونوي لېسې ۲۱۵ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چارې يې په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړېږي.

ده په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د نمونوي لېسې دغه کمپلېکس د ۳۰۰ زده کوونکو د ظرفيت د ليليې  درلودونکى او د ۵۶ صنفي لرونکي د دوو جلا ودانيو ترڅنګ د لوبو ميدانونه، شنه ساحه او نور اړين ملحقات لري.

والی زياتوي: ((د وزارت له رهبرۍ نه هيله کوم چې معارف زموږ اولويت دی او معارف به وي چې موږ له ستونزو وباسي، نو دولت دې معارف ته ځانګړې بودجه ورکړي او هر کال دې موږ په دغسې امکاناتو ونازوي.))

په خوست کې دغه نمونوي لېسه په داسې حال کې جوړېږي چې اوس هم په دغه ولايت کې ۶۰ سلنه ښوونځي سرپناه نه لري او زده کوونکي يې د ونو تر سيورو لاندې زده کړې کوي.

د خوست د پوهنې رييس نصيراحمد روښان پژواک اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې ټول ټال ۳۵۰ ښوونځي د نجونو او هلکانو پر مخ پرانيستي دي، خو له دې ډلې ۲۰۵ یې ودانۍ نه لري.

هغه وايي: ((موږ به په راتلونکو دوو کلونو کې وتوانېږو چې يو شمېر ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړو. بلخوا د کليو پراختيا وزارت په چوکاټ کې د اقرا په نوم چې کومه برنامه پلې کېږي، په دې کې د خوست د پنځو ښوونځيو پروپوزل شامل شوى او زه باوري يم چې په راتلونکي يوې مياشتې کې به يې چارې پيل شي.))

نصير روښان زياتوي چې دا د ټول هېواد په کچه پنځمه نمونوي لېسه ده چې په دغه ولايت کې جوړېږي او په دې لېسه کې به د زده کوونکو ټول هغه اړين وسايل موجود وي چې په نورو هغو کې نشته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.