ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې څلور ماين ايښودونکي ووژل شول

په هرات کې څلور ماين ايښودونکي ووژل شول

author avatar
4 Oct 2018 - 17:40
په هرات کې څلور ماين ايښودونکي ووژل شول
author avatar
4 Oct 2018 - 17:40

هرات (پژواک، ۱۲ تله ۹۷): د هرات چارواکي وايي چې د شينډنډ ولسوالۍ په اوکل کلي کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې د طالبانو څه باندې ۶۰ بوشکه يي ماينونه شنډ او د دې ډلې اړوند څلور ماين ايښودونکي وژل شوي دي.

د هرات د والي وياندجېلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ماينونه په شينډنډ ولسوالۍ کې  د طالبانو د وسلو يو ستر زېرمتون کې زېرمه شوي وو.

نوموړي په ډاګه کړه چې دې عملياتو کې د طالبانو څلور مسلکي ماين خښوونکي وژل شوي او درې نور يې ټپيان شوي دي.

هغه يادونه وکړه چې د اوکل  کلي ځينې سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.