کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٧): د کرکټ افغان غوره ليګ سيالۍ د پکتيا پر وړاندې د کابل لوبډلې په بريا سره پيل شوې.
د افغانستان غوره لیګ د پرانيستې مراسم پرون له ماښام وروسته د متحده عربي اماراتو په شارجې نړيوال لوبغالي کې پيل شول.
په دغو مراسمو کې د افغانستان کرکـټ بورډ مشران، د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، د اماراتو کرکټ ادارې مشران او د افغانستان غوره ليګ مسوولينو برخه اخيستې وه.
د مراسمو په پيل کې د هرې لوبډلې لوبغاړي ميدان ته راغلل او بيا د کابل، ننګرهار، بلخ، پکتيا او کندهار لوبـډلو مشران سټېج ته ورغلل او لنډې مرکې يې وکړې.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عزيزالله فضلي د دغه ليګ پر پرانيستل کېدو د کرکټ ټولو مينه والو ته مبارکي ورکړه او ويې ويل چې دا د افغانانو يو خوب و چې نن رښتيا شو.
د هغه په وينا، نن افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو سره سيال شو چې د کرکټ مشهور لیګونه لري.
فضلي زياته کړه: ((دغه لیګ د افغانستان نوم روښانوي، زموږ ځوان لوبغاړي له مسلکي او تخنیکي اړخه روزي او سوداګرو ته وخت ورکوي چې خپل سوداګریز توکي له نړیوالو ټلویزونونو د کرکټ میلونونو مینوالو ته ور وپېژني.))
د پرانيستې تر مراسمو وروسته د کابل او پکتيا ترمنځ لومړۍ لوبه ترسره شوه، د کابل ځوانان لوبډلې پچه وګټله، خو پکتیا ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د پکتیا لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢١٧ منډې جوړې کړې او کابل ته يې د ٢١٨ منډو هدف ورکړ.
د پکتيا له لوري سکندر رضا ۷۸، شهزاد محمدي ۶۷، احسان الله جنت ٢٧ او دلپورت ۱۹ د پام وړ منډې جوړې کړې، د کابل له لوري ظاهر شهزاد ٢، فريد ملک او پرنل يو يو لوبغاړي وسوځول.
د کابل ځوانانو لوبـډلې ياد هدف د لوبې په وروستي شلم اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او بريا يې خپله کړه.
د کابل ځوانان توپ وهونکو له لوري ايونز ۷۳، حضرت الله ځاځي ۲۷، جاوېد احمدي ۲۵، راشدخان ۲۴، لوک رونکي ۱۵ او مسلم موسی ۱۷ منډې ترلاسه کړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن