ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې يو طالب قوماندان له خپلو څو ملګرو سره وژل شوى

فراه کې يو طالب قوماندان له خپلو څو ملګرو سره وژل شوى

author avatar
6 Oct 2018 - 10:34
فراه کې يو طالب قوماندان له خپلو څو ملګرو سره وژل شوى
author avatar
6 Oct 2018 - 10:34

فراه (پژواک، ۱۴ تله ۹۷): د فراه په خاکسفېد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان حاجي باري جان له خپلو يو شمېر ملګرو سره وژل شوى دى.

د فراه د امنيې قوماندانۍ ویاند محب الله محب وايي، باري جان تېره ورځ مازديګر د خاکسفېد ولسوالۍ اړوند په "دېوال سرخ" سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې لس نور وسله وال طالبان هم وژل شوي او تر لسو ډېر نور ټپيان دي.

محب زیاتوي چې تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د افغان او غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو ځمکني او هوايي عمليات پيل شوي او تر اوسه روان دي.

دى وايي چې په دغو عملياتو کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دېوال سرخ سيمې يو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، هم وايي چې د طالبانو قوماندان باري جان او د هغه پنځه ملګري تېره ورځ د دېوال سرخ په جمعه بازار سیمه کې په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

دى وايي چې اوس هم د دې ولسوالی په ځینو سیمو کی د افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ ځمکني او هوایي عملیات روان دي.

په فراه کې د طالبانو يوې سيمه ييزې سرچينې هم تاييد کړه چې د تېرې ورځې په بريد کې د هغوى يو قوماندان وژل شوى دى. دغه سرچينه په ياد بريد کې د نورو طالبانو د وژل کېدو په اړه څه نه وايي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.