د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په غور کې د یوه وسله وال قوماندان د نیولو اقدام د بامیان خلک په غوسه کړي

په غور کې د یوه وسله وال قوماندان د نیولو اقدام د بامیان خلک په غوسه کړي

Oct 06, 2018 - 16:57

فېروزکوه- بامیان (پژواک، ۱٤ تله ۹۷): په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د یوه وسله وال قوماندان علي پور د نیولو په لټه کې دي، خو په بامیان ولایت کې یو شمېر خلکو اعتراض کړی او د هغه نیول کېدل یې په ګټه نه دي بللي.

د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي پژواک ته وویل چې امنیتي ځواکونو نن سهار د دغه ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د نامسوول وسله وال قوماندان علي پور چې جرمي مخینه هم لري، د نیولو لپاره عملیات ترسره کړل.

نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه د دې پېښې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی خو د دواړو لورو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده.

د غور د ولایتي شورا غړي غلام سخي جاوېد وویل، په دې جګړه کې چې نن سهار د ناڅرګندو لاملونو له امله پیل او تر اوسه دوام لري چې د یوه ماشوم او یوې مېرمنې تر څنګ دوه سړي وژل شوي دي.

د غور د ولایتي شورا بل غړي عبدالحمید ناطقي د یوې ښځې او دوو نارینه وو وژل تایید کړل او ویې ویل، دغه جګړه د یوه نامسوول وسله وال قوماندان علي پور د نیول کېدو لپاره ترسره شوې ده.

د هغه په خبره، دغه قوماندان د ولسي جرګې د یوه نوماند حیدر علي اعتمادي په بلنه د لعل او سرجنګل ولسوالۍ ته راغلی و.

د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې جګړه کې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د لعل او سرجنګل ولسوالۍ  د سیداباد کلي اوسېدونکي محمد نبي په بامیانو کې د پژواک  خبریال ته وېیلي، د داړو لوریو په جګړه کې تر اوسه د قوماندان علي پور دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړه: ((علي پور لعل او سرجنګل ولسوالۍ ته مېلمستیا ته راغلی و، هغه چې په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو پر ضد یو د پاڅون کوونکو قوماندان دی درې میاشتې مخکې د امنیتي ځواکونو د مرستې لپاره بامیانو ته راغلی و تر څو طالبان د تاله او برفک لارو څخه پر بامیانو برید ونه کړي.))

د هغه په خبره، هغه مهال یې د بامیانو والي او امنیتي ځواکونو هرکلی کړی و، خو تېره شپه د ځانګړې قطعې ځواکونو د نوموړي د نیولو اقدام کړی دی.

ځینې نورو سرچینو پژواک ته ویلي چې قوماندان علي پور د سیمې د اوسېدونکو په مرسته په تېښته بریالی شوی دی خو امنیتي سرچینې دغه خبر نه مني.

په همدې حال کې د بامیانو سګونه اوسېدونکو د دغه ولایت په مرکز کې لاریونونه کړي، د علي پور نیول کېدل یې د داعش ملاتړ بللی او له حکومت څخه غواړي چې له خپل دې اقدام څخه لاس واخلي.

قهرجنو لاریون کوونکو د بامیانو پولیس له خپلې لارې لرې کړي، د ولایت مقام ته یې حرکت کړی دی او د علي پور نیول کېدل یې د ګټو خلاف بللي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement